امریکا د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطعه کړې

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال سازمان سره خپل روابط او همکاري قطعه کړه.

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا نړیوال سازمان سره خپل روابط او همکاري قطعه کړه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د کرونا ویروس مدیریت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو په انتقاد سره اعلان وکړ چې واشنګټن سر له جمعې چې د مې۲۹مه کیږي له دغه سازمان سره رسماً خپلې اړیکې پرې کوي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل:"په دې خاطر چې د روغتیا نړیوال سازمان ونه توانېدی د اړتیا وړ وړاندې شوي اصلاحات تر سره کړي،موږ نن ورځ د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطعه کړې او له دغه سازمان سره برابرې شوي مرستې به د اړتیا وړ نورو نړیوالو روغتیايي برخو کې مصرف کړو."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې چین د روغتیا پر نړیوال سازمان باندې پوره کنټرول لري او د امریکا متحده ایالاتو په مقایسه چې د روغتیا نړیوال سازمان سره ۴۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي، چین له دغه سازمان سره یوازې له کاله ۴۰ میلیون ډالر مرسته کوي.

نوموړي همدارنګه وویل چې بیجینګ د کرونا ویروس خپرېدو په اړه نړیوال په جریان کې نه وه اچولې چې په وینا یې دا کار د دې لامل شوو چې په ټوله نړۍ کې پنځه میلیونه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې د واشنګټن ورته انتقادونه رد کړي او ویلي دي چې د کرونا ویروس له پیدا کېدو سره د یاد ویروس مخنیوي په برخه کې شپه او ورځ هلې ځلې کړي دي او د دغه سازمان ټول غړې هیوادونه یې د دغه ویروس په اړه خبر کړي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهار مې۳۰ (غبرګولې۱۰) پورې ۳۶۵۰۱۱ کسان مړه کړي او نژدې شپږ میلیون نور پرې اخته شوي دي.