ټرمپ د نیو همشیر ایالت مقدماتي انتخابات وګټل

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه جنوري ۲۳ (سلواغې ۳) د نیو همشر په ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات وګټل.

د اې پي خبري اژانس راپور له مخې ښاغلي ټرمپ پدې رایه ګیرۍ کې ۳۸۷۵۵ رایې تر لاسه کړي چې ۵۲.۵ په سلو کې کیږي.

پدې راپور کې ویل شوي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند بلې کاندیدې نیکي هیلي ۳۴۴۴۴ رایې ګټلې چې ۴۶.۶ فیصده کیږي.

سره لدې چې د فلوریډا ایالت والي ران ډي سانټیس د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست سیالیو څخه د وتلو اعلان وکړ، خو د سه شنبې په ورځ په رایه ګیرۍ کې یې ۴۴۲ رایې اخیستې وه چې ۰.۶ فیصده کیږي.

د انتخاباتو وروستۍ نتیجه لا هم نده څرګنده شوې خو داسې ښکاري چې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو پخوانۍ استازې میرمن هیلي څخه به دا غوښتنې ډیرې شي چې سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره د سیالۍ څخه لاس واخلي.

خو د سه شنبې ورځ رایه ګیرۍ څخه وړاندې د نیکي هیلي انتخاباتي ټیم ویلي و چې د روان کال د مارچ تر پنځمې نیټې پورې به په سیالۍ کې پاتې شي.

په متحده ایالاتو کې دا ورځ Super Tuesday نومیږي او په یوې ورځ ۱۶ ایالتونه مقدماتي انتخابات کوي.

د سه شنبې په ورځ د نیوهمشر په ایالت کې د دیموکرات ګوند هم مقدماتي انتخابات وکړل خو د رایو په پاڼو کې د برحال جمهور رئیس جو بایډن نوم نه و.

دیموکراتانو هیله درلوده چې د دې ایالت پر ځای لومړني مقدماتي انتخابات د جنوبي کاریلونا په ایالت کې وکړي خو د نیو همپشایر ایالت دیموکراتانو استدلال کاوه چې د ایالت قانون له مخې باید مقدماتي انتخابات وشي او هغوي چې پدې رایې ګیرۍ کې یې برخه اخیسته، د بایډن نوم یې په پاڼو لیکه.

دا د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو په لړ کې چې د همدې روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې به وشي، لومړني مقدماتي انتخابات و.

که له یوې خوا د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ګڼ شمیر حقوقي او جنایي قضیو سره مخ دی خو د جمهوري ریاست سیالیو د لومړۍ ورځې راپدیخوا د نظر معلومولو په سرویګانو کې څرګنده شوې چې دی د جمهوري غوښتونکي ګوند ټولو کاندیدانو څخه وړاندې دی.