ټرمپ د جنوبي کارولینا مقدماتي انتخابات وګټل

د جنوبي کارولینا تر ګټلو وروسته ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهور رئیس جو بایډن سره سیالیو ته لا نږدې شو.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه فبروري ۲۴ (کب پنځه) د جمهوري غوښتونکي ګوند په مقدماتي انتخاباتو خپلې سیالې، نیکي هیلي ته د هغې د اوسیدو په اصلي ایالت کې ماتې ورکړه.

نیکي هیلي د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې د همدې ایالت والۍ هم وه.

د دې ایالت تر ګټلو وروسته ډونالډ ټرمپ د روان کال نومبر میاشتې جمهوري ریاست انتخاباتو کې د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره د سیالۍ کولو لپاره لا نږدې شو.

بایډن د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.

ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د آیوا، نیو هامشیر، نیواډا او یو اس ورجن آیلینډز کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مقدماتي انتخابات ګټلي و.

سره لدې چې اټکل کیده نیکي هیلي چې د ټرمپ په حکومت کې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره وه لا وختي یې د خپل مشر سره د سیالیو لاس اخیستی وی خو هغه لا هم په سیالیو کې ولاړه ده او ټینګار کوي چې د سوپر ټیوزدې پورې له سیالیو نه وځي.

د جنوبي کارولینا ایالت تر ګټلو وروسته په نیکي هیلي فشار لا ډیر شوی خو هغې هوډ کړی د مارچ میاشتې تر پنځمې نیټې پورې به سیالي کوي.

دا نیټه چې په متحده ایالاتو کې د سوپر ټیوزډې په نامه یادیږي، په یوه ورځ پکې په ۱۵ ایالتونو کې مقدماتي انتخابات کیږي.

سره لدې چې میرمن هیلي د جنوبي کارولینا په ایالت کې تر بل هر ایالت ډیرې انتخاباتې مبارزې کړې وې او په انتخاباتې غونډو کې یې دا هم ویلي و چې په رسمي توګه تورن کیدو له کبله به ټرمپ د برحال جمهور رئیس بایډ په مقابل کې ماتې وخورې خو دې ټولو هلو ځلو د ټرمپ د مخکې تګ مخه نده نیولې.

ټاکل شوې چې راتلونکي مقدماتي انتخابات د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۷ د مشیګن په ایالت کې وي.

میرمن هیلي ویلي چې پدې ایالت کې د انتخاباتي غونډو لپاره ځي خو دا چې هغې تر اوسه په مقدماتي انتخاباتو کې یو ایالت هم ندی ګټلی، ښایي د سیالیو وتلو لپاره پرې فشار لا ډیر شي.

خو انتخاباتي څارونکي وایي چې په اغلب ګمان به یو ځل بیا د نومبر په میاشت کې د سپینۍ ماڼۍ پر سر سیالي د بایډن او ټرمپ تر منځ وي.

ډونالډ ټرمپ او متحدین یې استدلال کوي چې جو بایډن متحده ایالات کمزوري کړي. د افغانستان څخه په ګډ وډه توګه د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو وتل، په اوکراین د روسیې یرغل او په متحده ایالاتو کې دننه د شیانو نرخ پورته کیدل هغه موضوعات دي چې د ټرمپ ډله یې د بایډن کمزوري بولي او په حکومت یې انتقادونه کوي.

ټرمپ ۷۷ کلن دی او څو ځله یې په شخصي توګه په برحال جمهور رئیس جو بایډن چې ۸۱ کلن دی انتقادونه کړي. ښاغلی ټرمپ وایي ښاغلی بایډن د عمر لحاظ ډیر زوړ دی چې د دویمې دورې لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.

ها خوا بیا جمهور رئیس بایډن د بسپنې راټولولو لپاره هلې ځلې ډیرې کړي او په ځینو غونډو کې یې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مخامخ انتقادونه کړیدي.

بایډن پدې غونډو کې ویلي چې ټرمپ او د "امریکا بیا ستره کړه" خوځښت د متحده ایالاتو بنسټیزو اصولو ته ګواښ دی او دا چې که ټرمپ بیا جمهور رئیس شي، د واک لومړنۍ ورځ به د دیکتاتور په توګه عمل وکړي.