له ایران سره جګړه نه غواړو – ټرمپ

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د جګړې غوښتونکی نه دی خو اخطار یې ورکړ چې که جګړه وشي نو ډیر زر به د ایران مسئلې ته د پاې ټکی کیږدي.

د ولسمشر ټرمپ له دغه اخطار څخه ګړۍ وړاندې په عراق کې د حشدالشعبي ملیشه ملاتړو په عراق کې د حزب الله کتایب ډلې په سرتیرو د امریکا هوایي بمبار د غندلو په موخه د امریکا د سفارت وړاندې لاریون وکړ او هڅه یې وکړه چې د سفارت ودانۍ ته ننوځي

ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې د امریکا په سفارت باندې د دغه برید پړه په ایران اچولې وه او ویلي یې و چې "ایران به ددغې تیروتنې غټ تاوان پرې کړي. دا یو اخطار نه، تهدید دی".

خو څو ساعته وروسته ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو اترو کې په نسبتا نرمه لهجه وویل " فکر نه کوم چې جګړه دې د ایران لپاره ښه انتخاب وي. که ویې کړي، ډیر دوام به ونه کړي. آیا زه جګړه غواړم؟ نه، زه غواړم چې ستونزه په سولې حل شي. سوله مې خوښیږي. ایران هم باید سوله وغواړي نو ځکه فکر نه کوم چې جګړه رامنځته شي. فکر نه کوم چې ایران به جګړه وغواړي. "

د ټرمپ د دغو خبرو په ځواب کې د ایران مذهبي رهبر، آیت الله علي خامنه یي وویل: "ټول دې په دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جګړه نه غواړي خو هر هغه څوک چې د دغه هیواد ګټو، عزت، عظمت او پرمختګ وګواښي، پرته له کومې ملاحظې به ورسره مقابله وکړو او سخت ځواب به ورته ووایو. "

ښاغلي خامنه اي وویل چې د ایران دولت او ملت دواړه د حشد الشعبي په ډلې د امریکا برید غندي. هغه د امریکایي مقاماتو هغه تورونه رد کړل چې ګینې ایران په عراق کې د امریکا په سفارت باندې برید کې لاس درلود.