ټرمپ طالبانو ته: تر څو پورې مو چې زموږ وسلې بېرته نه وې راکړي، پېسې نه درکوو

ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو ۴۷م ولسمشر دی

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا حکومت د کال میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي.

ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې، د یکشنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومې۳۰) په واشنګټن ډي سي کې خپلو راټولو شویو زرګونو پلویانو ته په خبرو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې وکړې.

ټرمپ د بایډن حکومت تورن کړ چې «دښمن» ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي. هغه وویل:«...موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه...»

ټرمپ په څرګند ډول ونه ویل چې «دښمن» څوک دي، خو اشاره یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وه.

ټرمپ د همدې میاشتې په اومه نېټه هم ویلي وو چې د امریکا حکومت طالبانو ته میلیاردونه ډالر کوي ورکوي او «باور نه شي کېدای. میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي.»

ټرمپ پرته له دې چې په دې اړه نور جزیات ورکړي، د جو بایډن حکومت ګرم بللی و چې متحده ایالات یې د هغه په خبره د ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ ټریلیون ډالرو شتمنیو څخه بې برخې کړي او نور نو «د دې اجازه نشي ورکول کیدای».

امریکايي چارواکي وايي چې هغوی له ۲۰۲۱ کال راهېسې له افغانستان سره د څه باندې ۲.۹ میلیارد ډالرو «بشري» مرستې کړي. تر دې مخکې هم له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه شک څرګند شوی و، چې ګنې د طالبانو لاسونو ته ځي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي د جنوري اتمه (مرغومې۱۹) په دې اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «افغانستان ته استول شوي بشري مرستې، د افغانستان خلکو ته رسېږي نه طالبانو ته. دا په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوي دي.»

هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، څه موده مخکې د امریکا د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ویلي وو چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنه شي.

تر دې دمه د بایډن حکومت مقاماتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تراوسه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ندی ښودلې، خو وړاندې یې ادعا کړې وه چې امریکا ورسره مرسته نه کوي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکنۍ څرګندونې رد کړې وې او ویلي وو واشنګټن هغوی ته «یوه روپۍ هم نه ده» ورکړې.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې هم په ډاګه نه کړل چې د بایډن حکومت څنګه طالبانو ته «میلیاردونه ډالر» ورکړي، خو ژمنه یې وکړه تر څو پورې چې په افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات یې بيرته ترلاسه کړي نه وي، دا پېسې به نه ورکوي.

هغه وویل: « ایا پوهېږئ چې موږ د کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ او زه وایم، که موږ د کال میلیاردونه ډالر ورکوو، ورته ووایاست چې تر څو پورې مو زموږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي نه وي، نور یې نه درکوو.»

ټرمپ ونه ویل چې په افغانستان کې د امریکا څومره پوځي تجهیزات پاتې دي، متحدو ایالتونو په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې افغان امنیتي روزل، تجهیزول او سمبالول، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی ټول تجهیزات پاتې او د طالبانو لاس ته ولویدل.

په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان ځینو مقاماتو ادعا کړې وه چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې له پاتې امریکايي وسلو څخه کار اخلي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د هغه کالد د ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۸) دا ادعاوې «مسخره» وبللې او ویلي وو هغه څه چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې د کانګرس په تصویب او مشوره ترسره کړي «د افغان ملي امنیتي ځواکونو وسله وال کول او اکمالات» وو.

کربي دا خبره هم کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د طالبانو په پرمختګ سره افغان ځواکونو پرېکړه وکړه چې جګړه ونه کړي او خپلې وسلې کېږدي او د هغو وسلو په اړه چې خبرې کېږي، «د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پورې» دي، په متحدو ایالتونو پورې اړه نه لري.