کابل کې د پاکستاني طالبانو او امنیتي چارواکو دویمه غونډه؛ د اوربند په دوام موافقه شوې

په کابل کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ او د دې هیواد د امنیتي چارواکو تر منځ په دویمې غونډې کې د پرمختګ راپور ورکړل شوی.

دواړو خواوو په خبرو کې د وقفې په اخیستو موافقه کړې او ویلي یې دي چې د خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته به د را روانې جون د میاشتې په نیمایي کې بیا سره ګوري.

ویل کیږي چې دا خبرې د څو ورځو راپدیخوا په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په منځګړتوب کیدلې او د پاکستان امنیتي چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان قوماندانانو پکې برخه اخیستې وه.

د طالبانو او حکومت ځینو سرچینو ویلي چې په خبرو کې دواړو خواوو پخپلو غوښتنو ټینګار وکړ او پدې سلا شول چې موقتي اوربند به پخپل حال ساتي.

دا د دویم ځل دی چې پاکستاني طالبان او چارواکي په کابل کې دسولې خبرې کوي. یو پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې خبرې د افغانستان د طالبانو په غوښتنې شوي.

د خبرو د پیل راهیسې ګڼ شمیر پاکستاني طالبان د زندانونو څخه خوشې شوي او په ځواب کې طالبانو په پاکستان کې بریدونه کم کړیدي.

د خبرو په لومړني پړاو کې د موقتي اوربند موده دوشنبه مې ۳۰ پای ته رسیدله خو د سولې د پروسې د کامیابه کیدو لپاره وغځیده.

دې پاکستاني چارواکي د اوربند د دوام په هکله وویل چې که پاکستاني طالبان یې په رسمي توګه د غځیدلو اعلان ونکړي، بیا به هم پاکستاني ځواکونه کوم ستر

د پاکستان دې چارواکي په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکي وستایل چې پدې خبرو کې یې د پاکستاني طالبانو مهم غړي رابللي و او مهم نقش یې ادا کړی.

دې چارواکي په ځانګړي توګه د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني یادونه وکړله او زیاته یې کړه چې د خبرو په ځینو برخو کې هغه پخپله په غونډه کې حاضر و او د ځینو خنډونو په لیرې کولو کې مداخله هم کړې.



ځینې سرچینې چې د سولې د دې خبرو په هکله معلومات لري وایي چې اسلام آباد د پاکستاني طالبانو څخه غواړي چې خپل بغاوت دې پای ته ورسوي او په هیواد کې په سوله ایزه توګه د بیرته میشت کیدو لپاره دې دا ډله هم منحله کړي

او په ځواب کې پاکستاني طالبان بیا د حکومت څخه په دوامداره توګه دا غواړي چې د قبایلي سیمو یو شمیر ولسوالیو ته دې بیرته د نیمه خودمختارۍ حیثیت ورکړل شي.

پاکستاني طالبان همدارنګه د قبایلي سیمو څخه د پاکستاني پوځیانو ایستل او پدې سیمه کې د پاکستان د اساسي قانون پر ځای د اسلامي عدالتي سیستم تطبیق کول غواړي.

خو د پاکستان د امنیتي ادارې یو جګپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې د پاکستاني طالبانو دا غوښتنې یې رد کړیدي.