پاکستاني طالبانو د سولې د خبرو په اړه د عمران خان څرګندونې رد کړې

د پاکستاني طالبان غړي

د راپورونو له مخې پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره د روغې جوړوې په اړه د عمران خان څرګندونې رد کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره ورځ له یوه ترکي تلویزون سره مرکه کې وویل چې د افغان طالبانو په مرسته یې له پاکستاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان طالبانو تحریک (TTP) څو ډلې دي چې په وینا یې ځینو یې د پاکستان له حکومت سره خبرو ته زړه ښه کړی دی، خو هغه روښانه نکړه چې د پاکستاني طالبانو کوم قوماندان ورسره خبرو ته زړه ښه کړی دی.

د پاکستان صدراعظم همدارنګه ویلي چې پاکستان وسله وال به تر وسلې ایښودلو وروسته بخښل کیږي او د هیواد د عادي وګړو په څېر به ژوند کوي.

د افغانستان طالبانو هم تر دا مهاله د عمران خان د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو پاکستاني طالبانو د عمران خان د څرګندونو د رد ترڅنګ ویلي چې دوی د پاکستان له حکومت سره اوربند نه دی اعلان کړی.

پاکستان طالبانو مخکې ویلي چې یوازې پر هغو مذاکراتو باور لري چې له لارې په پاکستان کې شرعي نظام ټینګ شي.

د پاکستان د طالبانو تحریک همدارنګه ټینګار کړی چې دوی یوه متحده ډله ده او د مذاکراتو په اړه یې هم پالیسي روښانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د نا امنیو راپورونه زیات شوي دي او په ځينو سیمو کې په ماین چاودنو کې پاکستاني عسکر هدف ګرځول شوي دي.

خو د پاکستان پوځ هم په دې وروستیو کې د دغه هیواد په ځینو سیمو کې د عملیاتو پرمهال د پاکستاني طالبانو د ځینو جنګیالیو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړي دي.