سعودي د خاشقجي د قتل پلان له مخکې جوړ کړی و - اردوغان

اردوغان د ترکیې پالرمان ته د خاشقجي د وژلو په تړاو نوي جزیات څرگند کړل

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي وژنه یو عمدي عمل و او د هغه چا په گډون چې ددې قتل امر یې کړی ټول مسؤل کسان باید مجازات شي.

ښاغلي اردوغان د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کې د جمال خاشقجي د پیښې اړوند جزییات ورکړل او وویل چې څو ډلې استانبول ته راغلې وې چې د ښاغلي خاشقجي سره په قونسلگرۍ کې وگوري او د قونسلگرۍ د څارنې سیستم د ثبتولو وسیله یې هم لرې کړې وه.

کله چې ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته دننه شو د هغه ناوې هاتیس چنگیز څو ساعته بهر انتظار وه او بیا یې ترکي مقاماتو ته وویل چې خاشقجي په قونسلگرۍ کې توقیف شوی او ژوند یې په خطر کې دی.

ښاغلي اردوغان وویل چې د سعودي عربستان د قونسلگرۍ د دیپلوماتیکي مصونیت په وجه د پیښې په هکله پلټنې ځنډنۍ شوې، خو زیاته یې کړه چې ترکي پولیس ډاډمن وو چې د سعودي عربستان د مخکنۍ ادعا برخلاف خاشقجي له قونسلگرۍ نه و وتلی.

ښاغلي اردوغان د ترکیې د پولیسو استخباراتو له خوا د رښتینو پلټنو په ضرورت ټینگار وکړ چې په ونیا یې د درواغو مخه ونیول شي او بیځایه څوک تورن نشي او همداشان د نړیوالې ټولنې په وړاندې مسؤلیت ادا شي.

سعودي عربستان تیره اونۍ دا ومنله چې ښاغلی خاشقجي دننه په قونسلگرۍ کې په شخړه کې مړ شوی، خو بیا یې خبره بدله کړه او وویل چې هغه زندۍ شوی دی.

اردوغان د سه شنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې دا هم وویل چې سعودي عربستان د خاشقجي پر قتل باندې په اعتراف سره یو مهم گام پورته کړی، خو د سعودي مشرانو نه یې وغوښتل چې په پیښه کې ټول دخیل کسان د مقام په نظر کې نیولو پرته باید مجتزات شي. هغه دا هم وویل چې ملمتیا باید یواځې پر یو څو استخباراتي کسانو وانچول شي او محاکمه باید په استانبول کې وشي ځکه چې قتل دلته شوی دی.

ښاغلي اردوغان خپله وینا په دغو پوښتنو پای ته ورسوله او وویل چې باید دا پوښتنې ځواب کړل شي: د ښاغلي خاشقجي مړی چیرته دی؟ چا استانبول ته د سعودي ټیم استولی و؟ او ولې سعودي عربستان د پیښې په هکله ډول ډول څرگندونې کړي؟

له بلې خوا د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې د سي آی ای مشرې جینا هسپل د دوشنبې په ورځ ترکیې ته تللې چې د ترکي چارواکو سره د جمال خاشقجي د وژنې د پیښې په اړه خبرې وکړي. خو د جمهور رئیس ټرمپ ادارې پدې هکله په څرگنده څه ندي ویلي.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي "ما چې څه اوریدلې دي، د هغې نه زیات مطمین نه یم. نه غواړم چې سعودي په امریکا کې کومه پانگونه چې کوي د هغې نه لاس واخلم، خو مونږ به ددې پیښې بشپړه پلټنه وکړو."