ترکیه د کیف څخه خپل دپلوماتان باسي

ترکیه پداسې حال کې خپل دپلوماتان د کیف څخه باسي چې د دې ښار نیمایي اوسیدونکي وتي او ښار په یو مرچل بدل شوی.

پداسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین پایتخت کیف ته نږدې شوي او دا خطر شته چې دا ټول ښار به کلا بند شي، ترکیې په کیف کې د خپل سفارت د کار کوونکو د ایستلو بهیر پيل کړی.

د ترکیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړه چې د سفارت کار کوونکي د امنیتي دلایلو له کبله ایستل کیږي.

ترکیه او پولنډ دوه هغه هیوادونه دي چې په اوکراین د روسیې د یرغل نه وروسته یې لا هم خپل سفارتونه په کیف کې پریښي و خو اوس ترکیې ویلي چې سفارت به د رومانیې پولې ته نږدې د چیرنیوتسي ښار ته ولیږدوي چې د اوکراین په جنوب لویدیځ کې پروت دی.

ترکیه د روسیې او اوکراین سره ښه راشه درشه لري او آن په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې یې د کړکیچ د حل کولو لپاره د منځګړتوب هلې ځلې کولې.

که ترکیې له یوې خو اوکراین ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې او نور نظامي تجهیزات ورکړي خو په عین حال کې یې په روسیې د نړیوالو بندیزونو لګولو سره مخالفت ښودلی.

ترکیه پداسې حال کې د کیف څخه د سفارت مامورین وباسي چې ددې ښار څخه د چارشنبې او پنجشبنې په ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان ووتل.

د دې ښار مسؤلین وایي چې د ښار نیمایي اوسیدونکي وتلي او ښار په یو مورچل بدل شوی.

په اوکراین د روسیې د یرغل دا دی دریمه اوونۍ پیل کیږي. ملګري ملتونه وایي د یرغل د پیل راهیسې د اوکراین څخه څه باندې ۲.۵ ملیونه کسان کډه شوي او په ګاونډیو او اروپایي هیوادونو کې یې پنا اخیستې.