د افغان مهاجرو د ورتګ مخنیوی؛ ترکیه د ایران سره په پوله دیوال جوړوي

د ایران سره په پوله د ترکیې سرحدي دیوال

ترکیه وایي د ایران له لارې د افغان مهاجرو د احتمالي تیریدو د مخنیوي لپاره د سرحدي دیوال په ګډون یې سخت امنیتي اقدامات پیل کړي دي.

د ترکیې د ون ولایت والي ایمن بیلمز د سه شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) خبریالانو ته وویل چې د ایران سره په ۲۹۵ کیلومتره اوږد سرحد یو کانکریټي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه چې ددغه سرحدي دیوال جوړول د غیر قانوني مهاجرو د ورتګ د مخنیوي د هڅو له جملې څخه دي، چې د ۶۴ کیلومتره دیوال کولو چارې د روان کال تر پایه پای ته رسیږي.

پدې ترڅ کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تیرو دریو اونیو کې یې د ون په ولایت کې څه دپاسه ۱۶۰۰ پناه غوښتونکي نیولي دي.

سره له دې چې د ترکیې، افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت د امنیت، انرژۍ او مهاجرت په برخه کې په هکارۍ خبرې وکړې، خو د ترکیې دپلوماتیکې سرچینې وایي د افغانستان څخه د مهاجرت په اړه د انقرې او تهران ترمنځ هیڅ ډول ځانګړی میکانیزم نشته.

غیر قانوني مهاجر اکثر له ترکیې څخه اروپا ته د رسیدلو د دروازې په توګه استفاده کوي چې په عمومي توګه د یونان له لارې اروپا اوړي.

ترکیې په ۲۰۱۶ کې د اروپایي ټولنې سره یو تړون لاس لیک کړ چې د مالي مرستو په ګډون د یو لړ امتیازونو په بدل کې اروپایي هیوادونو ته د مهاجرو د تګ مخنیوی وکړي.

ترکیه اوسمهال د څه دپاسه څلور میلیون مهاجرو کوربه دی چې ۳.۷ میلیون یې د سوریې وګړي دي.

د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او پدې هیواد کې د جګړو په زیاتیدو سره ترکیه د افغان پناه غوښتونکو د نوې څپې د ورتګ څخه اندیښمنه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، تازه ویلي دي چې ترکیه د افغانستان له مقاماتو سره دې هیواد ته د مهاجرو د احتمالي راتګ په هکله په مذاکره بوخته ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې ویلي چې د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره افغانان دننه په هیواد کې بیځایه شوي دي او اوسمهال په افغانستان کې د بیځایه شویو کسانو شمیر څه دپاسه ۳.۵ میلیون تنو ته رسیږي.