اردوغان وایي د لیرې سقوط د ترکیې په ضد "سیاسي دسیسه" ده

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ (اگست ١٢) ناوخته وویل چې د هیواد د پیسو (لیرې) ارزښت کمیدل د ترکیې په ضد د "سیاسي دسیسې" په معنی دي.

ښاغلي اردوغان چې د تورې بحیرې په څنډه په ترابزون ښار کې یې خپلو سیاسي پلویانو ته وینا کوله وویل چې ددغه کار هدف دادی چې "ترکیه د مالي او سیاسي اړخه او له ټولو اړخونو څخه محاصره کړي."

هغه زیاته کړه چې ترکیه یو ځل بیا د یو سیاسي دسیسې سره مخامخ ده او د د هغه په وینا "د خدای په امر به مونږ پرې بریالي شو."

دا په داسې حال کې دي چې اسیایي او اروپایي بازارونه په یوه شپه کې د ډالر پر وړاندې د لېرې ارزښت ٧،٢۴ ته راټیټیدلو اندیښمن کړي دي.

که څه هم چې بازار د دوشنبې په ورځ یو څه بیرته سم شو، خو د ترکیې مرکزي بانک وویل چې "ټولو ضروري اقداماتو" ته تیار دی چې ترکي بانکونه د خپلو نقدي معاملو مدیریت وکړي.

د ترکیې د مرکزي بانک د اعلان وروسته لېره د ډالر پر وړاندې ٦،٦١ ته رالوړه شوه.

ښاغلي اردوغان ویلي دي چې د لیرې په ارزښت کې کمښت د اقتصادي بحران سره هیڅ اړېکه نه لري.

د ترکیې د پیسې د ارزښت د لویدو رپوروټونه د هغې نه وروسته خپاره شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې پر فولادو او المونیمو باندې گمرکي تعرفې دوه ورځې وروسته له هغې زیاتې کړې چې د ترکیې یو دیپلوماتیک پلاوی واشنگټن ته راغلی چې د دواړو هیوادونو جنجالي اړیکې ورغوي

ټرمپ لیکلي دي چې "همدا اوس چې د ترکییې د پولي واحد لیرې ارزښت زمونږ د قوي ډالر پر وړاندې په بیړه راښکته کیږي، [امریکا ته] د ترکیې نه په [صادراتي] فولادو او المونیمو باندې تعرفه مې دوه چنده زیاته کړه. اوس به پر المونیمو باندې تعرفه ٢٠ فیصده او پر فولادو باندې تعرفه ٥٠ فیصده وي. د ترکیې سره زمونږ اړیکې اوس ښه ندي".

ښاغلي اردوغان وویل چې د ٢٠١٦ کال د جولایي په میاشت کې د هغه خلاف د کودتا د ناکامه کوښښ نه وروسته اوس هڅې کیږي چې د ترکیې اقتصاد ته تاوان ورسول شي.

طیب اردوغان په خپلو خبرو کې د یو چا نوم یاد نه کړ. هغه وویل چې د ترکیې خلاف هره دوسیه به د ناکامۍ سره مخ شي او د ترکیې د ماتیدو خبرونه هم دروغ دي.

د یادونې وړ ده چې روان کال د لیرا ارزښت ۴٠٪ غورځیدلی دی، دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر په ملک کې خپل قدرت او کنټرول زیات کړیدی.