ترکیې ۳۳ تنه اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور ونیول

د ترکیې پولیس

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه جنوري دویمه (مرغومې۱۲) اعلان وکړ چې ۳۳ تنه یې د اسرائیل د استخباراتي ادارې (موساد) سره د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند علي یرلیکیا ویلي دي چې نیول شویو کسانو به د موساد په اشارې خلک تښتول، ده وویل چې دا کسان د ترکیې په اتو ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ترکیې حکومت لا د دغو کسانو هویت افشا کړی نه دی، خو د اسرائیل جاسوسان تر ډېره هغه فلسطینیان څاري، چې په ترکیه کې ژوند کوي.

یرلیکا وویل: «هېڅکله به دا اجازه ورنکړو چې زموږ د هېواد په ملي یوالي او پیوستون جاسوسي وشي.»

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د نیولو د عملیاتو ویدیوګانې هم خپرې کړې دي. د انقري لویې څارنوالۍ ویلي دي چې د شک لاندې ۱۳ تنه نور کسان تښتېدلي دي.

د غزې له جګړې وروسته د ترکیې او اسرائیل روابط خراب شوي دي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نتنیاهو باندې کلک انتقادونه کړي او کوي.

اردوغان تېره اوونۍ نتنیاهو له ادولف هیټلر سره پرتله وکړ او ویې ویل چې د لویدیځ متحدین باید په غزې کې د اسرائیل د پوځ د «تروریستي» اعمالو له کبله د هغه له حمایت څخه لاس واخلي.

په غزې کې د ولسي خلکو د وژل کېدو په اعتراض کې، اردوغان له تل ابیب څخه خپل سفیر وروباله او ویې غوښتل چې باید د اسرائیل پوځي او سیاسي مشران د هاګ په نړیولې محکمې کې محاکمه شي.

نوموړي تېره ورځ د اسرائیل ضد یوې لویې مظاهرې، چې لسګونه زره خلکو په کې برخه واخیسته، مشري وکړه.

د ترکیې د استخباراتو اداره (ام ای ټي) په دوامداره ډول د هغو کسانو لټون کوي او نیسي يي چې اسرائیل ته د جاسوسۍ شک پرې کېږي.