ترکیې په ادلیب کې د سوریې جنگي جېټ الوتکه غورځولې

L-39 ډوله جنگي جېټ الوتکه

ترکي ځواکونو د سه شنبې په ورځ مارچ ٣ د سوریې په ادلیب ولایت کې د سوریې د رژیم یوه جنگي جېټ الوتکه ویشتلې ده.

د ترکیې د دفاع وزارت په خپل ټویټرپاڼه کې اعلان کړی دی چې پوځ یې د سوریې د حکومت یوه L-39 ډوله جنگي جېټ الوتکه ویشتلې ده. د سوریې دولتي تلویزیون هم منلې چې ترکي قواو یوه الوتکه ویشتلې چې د "ترهگرو ډلو" پر ضد یې د یاغیانو تر ولکې لاندې ادلیب ولایت کې عملیات کول.

دا په تیرو دریو ورځو کې دریم ځل دی چې د سوریې د رژیم الوتکې ویشتل کیږي او هغه هم په دا پداسې حال کې چې په سیمه کې د ترکي قواو او د سوریې د رژیم د ځواکونو ترمنځ جگړې زور اخیستې دی. روسیه او ایران د سوري ځواکونو ملاتړي دي.

له بلې خوا په لندن کې میشت د سوریې د جگړې د څار ډلې او د ترکیې د دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې د ترکیې F-16 ډوله جنگي الوتکې د رژیم الوتکه ویشتلې او پرزولې ده.

د سوریې د څار دغې ډلې ویلي، څرگنده نده چې د الوتکې پیلوټ د پیښې پر وخت وژل شوی او که له لویدلو وروسته د رژیم مخالفو جنگیالیو وژلی دی.

ترکیې په زرگونو سرتیري د ادلیب ولایت ته لیږدولي چې د سوریې د رژیم له مخالفو جنگیالیو سره مرسته وکړي، خو تر اوسه یې د حکومتي قواو د پرمختگ مخه نده ډب کړې.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي چې هیله من دی د روانې اونۍ په پای کې کله چې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره ویني په سوریې کې اوربند ته زمینه برابره شي.

خو د سوریې د حکومت د مخالفینو وروستي مرکز ادلیب باندې د رژیم د ځواکونو عملیات چې روسیه یې ملاتړ کوي د ترکي او سوري ځواکونو ترمنځ د زیاتو جگړو سبب شوي چې د دواړو خواو په لسگونو سرتیري په کې وژل شوي دي.

د ٢٠١١ کال راهیسې چې د سوریې شخړه رامنځ ته شوې شاوخوا ٣٨٠ زره کسان وژل شوي او په میلیونو نور له خپلو ځایونو بیځایه شوي دي.