په ترکیه کې ټاکنې وشوې او مرکزونه وتړل شول

د جمهوري ریاست یوکاندید محارم انجې د خلکو د جمهوري گوند مشر نن رایه ورکړله؛ یلووا، ترکیه، د جون ٢۴ – مه ٢٠١٨ کال

په ترکیه کې نن انتخابات ول او امکان لري چی دا انتخابات د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان واک نور هم زیات او ټینگ کړي.او ښايي د ترکیې نظام د پارلماني په ځای په یوه قوي ریاستی نظام بدل شوي.

په ترکیه کې نن (یکشنبه جون۲۴) انتخابات ول او امکان لري چی دا انتخابات د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان واک نور هم زیات او ټینگ کړي.

ښايي د ترکیې نظام د پارلماني په ځای په یوه قوي ریاستی نظام بدل شوي. د دې ټاکنو په نتیجه کې به دا هم معلومه شي چې آیا د جمهوري ریاست د مقام واکونه به بیرته محدود شي که پارلمان به زیات تقویه شي.

د ترکیی دا ا نتخابات که بریالي شي، نو د یوه قوي ریاستي نظآم پیل به وي. او له پارلمانی نظام نه به ریاستي نظام ته عبوري مرحله بشپړه شي. اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه راز نظآم له ډیر پخوا راهیسي غوښت.

په ٢٠١٧ کال کې د ترکیی دغه نظآم د یو کوچني اکثریت له خوا نه په یو ډیر جنجالي ریفرنډم یا ولسپوښتنه کې تایید شو. نقادان وايی چی کیدی شی ددی نظام له امله په ترکیه کې دموکراسی کمزوری شي. او قدرت به دیوه کس په لاس کې محدود شي.

Your browser doesn’t support HTML5

ترکیه: جمهوري که پارلماني

د ترکیی صدراعظم بن علي یلدرم نن دیکشنبی په ورځ په ازمیر کې په هغو انتخاباتو کی رایه ورکړله چې د ترکیی عبوری پړاو یوه نوي جمهوری نظام ته بشپړوي. دغه نظام تیرکال په یوه جنجالی ولسپوښتنه کې منظور شوی و.

ښاغلی یلدرم د جمهوررئیس رجب طیب اوردوغان د حاکم گوند یعنی دعدالت او انکشاف، غړی دی. دغه گوند په ترکیه کی مذهبی اومحافظه کار گوند بلل کېږی

دترکیې د مهمو سیاسی مخالفو گوندونو مشرانو او د جمهوری ریاست لپاره کاندیدانو نن رایې ورکړلې.

د خلکو ددموکراتیک گوند د جمهوری ریاست کاندید محارم انجې له رایو ورکولو نه ورو سته وویل: زه هیله من یم چی دا انتخابات به زموږ دخلکو او هېواد لپاره ښه وي. هیله من هغه څه چې ښه وي هغه پېښ شی. له ټولو نه مننه !

په استانبول کې د یوملت پال گوند د جمهوری ریاست کاندیدې میرال اکسینر هم نن دیکشنبی په ورځ په یوه حوزه کې رایه ورکړله.

له راېې ورکولو نه وروسته هغې خبریالانو ته وویل: په دموکراسیو کې په هرڅه بحث کیدلی شی، یوازې په یوشي بحث نشی کیدلی او هغه نتایج دي ، ځکه د خلکو دخپلې خوښې په رایو ورکولو منځته راځي. دلته مهمه خبره په خپله خوښه اواراده رایه ورکول دي.

په همدی ترڅ کې په انقره کې راېې ورکوونکي نن یکشنبی راټول شوي ول چې د ترکیی د جمهوري نظام لپاره راېې ورکړي. دغه ریاستي نظام تیرکال په ا ولسپوښتنه کې منظور شوی و. ولدان کوک عثمان یورای ورکوونکی چی شل کاله حکومتی مامور و او اوس متقاعد دی داسی وايي:

".. زه دخپلې ښکلې ترکېې لپاره غوره آینده غواړم. زموږ تمې ډېرې زېاتې او لوړې دي. زما هیله دنورو لپاره په حکومت کې داده چی خپلې وظیفی سرته ورسوي.

جمهوررئیس رجب طیب اردوغان له ٢٠٠٣ کال راهیسی په قدرت کې دی او د نوې پنځه کلنی دورې لپاره په تمه دی. د نوي نظام له مخې به دهغه قدرت نور هم زیات شی.

سیملا اریکان دانقرې یوبل یورای ورکوونکی وايي: زموږ توقعات سره ورته دي؛ موږ ښکلې ترکیه غواړو. موږ غواړو زموږ اولادپه یوه سوله ئیزه او خوندي ترکیه کې لوی شي.

نن موږ خپله وظیفه دخپل هېواد په مقایل کې په ځای کړله او نتایجو ته انتظار کوو.

دښاغلي رجب طیب اوردوغان حاکم گوند دیته سترگی په لارد ی چی په پارلمان کې خپل اکثریت وساتي.

د هغه سیاسی مخالفین چی په ټینگه متحد شوي دي لوړه کوي چی ترکیه بیرته پارلماني ډموکراسۍ ته ستنه کړي.په ترکیه کې تر نهه پنځوس ملیونو نه زیات ترکان د رایو ورکولو مستحق دي.

په ترکیه کې رای اچونه اوس پایته رسیدلې ده. سروې گانی څرگندوي چی اوردوغان د جمهوری ریاست د ټاکنو په اول پړاو کې بشپړ اکثریت ندی گټلی. خو تمه ده چی په دویم ځلي انتخاباتو کې به چې د جولای په اتمه به وشي، بریالی شی.

دا اټکل هم کیږي چي د هغه د عدالت او انکشاف گوند به په پارلمان کې اکثریت وبایلي. مبصرین وايي ددې اټکل هم کېږي چې د پارلمان او جمهوررئیس ترمنځ اختلافات او تشنج زیات شي.