ترکیې د ملکي خدماتو ۷ زره کار کوونکي له دندې ګوښه کړل

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د جولای د میاشتې د پنځلسمې نیټې ناکامې کودتا قربانیانو ته د درناوي په مراسمو کې برخه واخیسته

د ترکیې حکومت د جمعې په ورځ د ملکي خدماتو ۷ زره کار کوونکي چې د پولیسو افسران، حکومتي مامورین او د پوهنتون استادان دي،‌ برطرفه کړل. حکومت دغه کسان د ناکامې کودتا د لومړنۍکالیزې د لمانځلو پر مهال له دندو لیرې کړي.

په برطرفه شویو کسانو کې څه باندې دوه زره یې پولیس دي چې جګپوړي افسران هم پکې شامل دي. حکومت همدارانګه د پوهنتونونو درې سوه پروفیسران هم برطرفه کړي.

په ترکیې کې د پروسږکال ناکامې کودتا نه وروسته، جمهور رئیس رجب اردوګان د حکومت شاوخوا سل زره مامورین له دندو پدې بهانې لیرې کړیدي چې د فتح الله ګولن سره اړیکې لري.‌

حکومت په ګولن تور لګوي چې ناکامه کودتا د همده په لارښوونې شویده خو هغه دا تورونه رد کړیدي. فتح الله ګولن شاوخوا شل کاله کیږي چې پخپله خوښه د امریکا په متحده ایالاتو کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.‌

مخالفین په حکومت تور لګوي چې د استبداد په لور روان دی، خو حکومت بیا وایي دا اقدامات د هغو ګواښونو له منځه وړلو لپاره لازمي دي چې واکمن حکومت ته متوجه دي.‌