د ټرمپ ګواښ او سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو چمتوالی

د ترکیې امنیتي ځواکونه

د ترکیې د دفاع وزارت وايي چې په سوریه کې د کردي یاغیانو پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره یې چمتوالی بشپړ کړی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت دا خبر د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۸) په خپل ټویټر کې لیکلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه چې ایا په سوریه کې د ترکیې له عملیاتو سره موافق دی او که نه؟ ضد او نقیضې څرګندونې کړې دي.

امریکا تېره ورځ د ۵۰ او ۱۰۰ ترمنځ خپل ځانګړي سرتېري د سوریې له شمالي سرحد څخه وویستل، دغو امریکایي ځواکونو به له ترکیې سره پر ګډه پوله د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځ د اقداماتو مخه نیوله.

په امریکا کې یو شمېر سیاستوالو د ولسمشر ټرمپ پر دغه اقدام کلکې نیوکې وکړې او وايي چې امریکا نباید کردي وسله وال یوازي پرېږدي، وايي دغو وسله والو د داعش پر ضد جګړې کې د امریکا مرسته کړې ده.

ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ که ترکیه د "بشریت ضد" اقدام وکړي، اقتصاد به یې دړي وړي کړي، خو په دې اړه یې هېڅ وضاحت ورنکړ.

په همدې حال کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې ترکیه داسې هېواد نه دی چې د "ګواښونو په اساس دې عمل" وکړي.

انقره وايي چې د سوریې کردي وسله وال د کردستان له کارګر ګوند سره تړاو لري. ترکیه دا ډله ترهګره ګڼي.

په همدې حال کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له کردانو غوښتي چې له حکومت سره یو ځای شي.