د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب منظور کړ

د څه باندې یو کال ځنډ وروسته د ترکیې پارلمان په ناټو کې د سویډن غړیتوب منظور کړ.

د ترکیې د پارلمان غړیو سه شنبه جنوري ۲۳ ( سلواغې ۳) د شمالي اتلانتیک تړون په سازمان یا ناټو کې د سویډن غړیتوب تر څه باندې یو کال ځنډ وروسته د رایو په اکثریت منظور کړ.

د سه شنبې ورځې په رایه ګیرۍ کې د پارلمان غړیو د سویډن غړیتوب ته ۲۸۷ مثبتې، ۵۵ منفنې او څلورو ممتنع رایې ورکړي.

ټاکل شوې چې د پارلمان دا پریکړه به ډیر ژر جمهور رئیس رجب طیب اردوغان لاسلیک کړي او د ترکیې په رسمي جریدې کې به خپره او عملي کیدل به یې پیل شي.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان واکمن عدالت او پرمختګ ګوند، ملت پال متحد یې د ملي خوځښت ګوند او اصلي سیاسي مخالف یې، خلق جمهوريپال ګوند یې ددې ناټو سره د سویډن یو ځای کیدو ته مثبتې رایې ورکړي خو یو شمیر ملت پالو، اسلام پالو او کیڼ اړخو ګوندونو بیا یې یا سپینې او یا یې هم منفې رایې ورکړي.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټیرسن د ترکیې دې پریکړې هرکلی کړی.

هغه د اکس په ټولنیزې شبکې کې د ترکیې د پارلمان تر پریکړې وروسته لیکلي ، " نن مونږ د ناټو بشپړ غړیتوب ته یو ګام نږدې شوو. دا مثبت خبر دی چې د ترکیې سترې عمومې اسامبلې په ناټو کې د سویډن یو ځای کیدو په طرفدارۍ رایه ورکړه".

د ترکیې د پارلمان دې پریکړې څخه وروسته هنګري د ناټو یوازینی غړی هیواد دی چې پدې سازمان کې یې د سویډن غړیتوب لا هم ندی منلی.

د هنګري چارواکي ادعا کوي چې د سویډن سیاستوالو په هنګري کې د دیموکراسۍ وضعیت په هکله "ښکاره درواغ" ویلي. سره لدې چې دې هیواد ویلي و وروستی هیواد به نه وي چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب منظوري خو لا معلومه نده چې ددې هیواد پارلمان به څه وخت پدې هکله رایه ګیري وکړي.

د هنګري صدراعظم ویکټور اوربان د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې خپل سویډني سیال اولف کریسټرسن ته د یو لیک په لیږلو سره بلنه ورکړې چې بوداپست ته ورشي او په ناټو کې د دې هیواد یو ځای کیدو په هکله ورسره خبرې وکړي.

د سویډن حکومت لا تر دې دمه د هنګري د بلنې په هکله څه ندي ويلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بوراک اکجاپار هم تیره میاشت ویلي و چې سویډن د ترکیې په غوښتنو اقدام کړی چې د دفاعي صنعت په پلور بندیزونو لیرې کیدل او د ترهګرۍ ضد قوانینو اصلاح کول پکې شامل دي.

سویډن د ترکیې سره د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د همکارۍ ژمنه کړې او په اروپایي اتحادیې کې ددې هیواد یو ځای کیدو غوښتنې ملاتړ هم کوي.

غبرګونونه :

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ د ترکیې د پارلمان د پریکړې هرکلی کړی او له هنګري یې هم د عین کار غوښتنه کړې.

ښاغلي سټولټنبرګ په یوې اعلامیې کې ویلي، " د ترکیې لوی ملي مجلس د رایه ګیرۍ هرکلی کوم چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب یې منظور کړ. له هنګري هم غواړم چې هر څومره ژر امکان لري، دا کار دې وکړي".

سپینې ماڼۍ هم د ترکیې د پریکړې هرکلی کړی او په ناټو کې د سویډن یو ځای کیدل یې د جممور رئيس جو بایډن لپاره "مهم لومړیتوب" یاد کړی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویل، " مونږ د ترکیې د پارلمان رایه ګیرۍ هرکلی کوو چې په ناټو کې د سویډن یو ځای کیدو عریضه یې منظوره کړله".

ښاغلي سلیوان ویلي چې د سویډن یو ځای کیدل به ناټو لا قوي او خوندي کاندي.

فنلنډ او سویډن په اوکراین د روسیې یرغل څخه وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره خپل اسناد وسپارل. سره لدې چې فنلنډ د تیر کال اپریل په میاشت کې د نړۍ دې تر ټولو ستر نظامي تړون ۳۱ م غړی شو خو د ترکیې او هنګري مخالفت له کبله د سویډن غړیتوب څه باندې دوه کاله کیږي چې ځنډیدلی.

د دې سازمان د قانون له مخې که یو بشپړ غړی هم د کوم هیواد غړیتوب سره مخالفت وښي، غړیتوب نه ورکول کیږي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د سویډن غړیتوب سره مخالفت درلود او په لومړي سر کې یې دا هیواد تورناوه چې پخپلې خاورې کې "ترهګرو" سره نرمي ښیي او فعالیت ته یې اجازه ورکوي. د مظاهرو پر وخت د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب، قرآنکریم سوځیدو ته اجازه ورکول د ښاغلي اردوغان د مخالفت یو بل دلیل و.

رجب طیب اردوغان تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ویلي و چې په ناټو کې به د سویډن د غړیتوب له غوښتنې پدې شرط ملاتړ وکړي، چې د امریکا کانګرس د انقرې د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د پیرودلو غوښتنه ومني.