اردوغان: که فنلنډ او سویډن خپلې ژمنې پر ځای نکړي، ناټو کې د غړیتوب مخه یې نیسو

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ګواښ کړی که فنلنډ او سویډن د انقرې سره خپلې کړې ژمنې عملي نه کاندي، د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټَو) کې به یې د غړیتوب مخه ډب کړي.

ښاغلي اردوغان شنبه اکټوبر ۱ (تلې ۹) پارلمان ته په وینا کې وویل تر هغې به پخپل دریځ ولاړ وي تر څو دې هیوادونو خپلې ژمنې نه وي عملي کړي.

هغه زیاته کړه" مونږ یې له نږدې څارو چې فنلنډ او سویډن خپلې کړې ژمنې پر ځای کوي که نه او د شک پرته چې وروستۍ پریکړه به زمونږ ستر پارلمان کوي."

د ترکیې مشر پخپلو خبرو کې دا ونه ویل چې د شمالي اروپا د دې هیوادونو څخه یې څه ډول ژمنې اخیستي دي.

انقرې په لومړي سر کې ناټو سره د فنلنډ او سویډن یو ځای کیدو په هکله ویلي و چې د دې سازمان د بشپړ غړي په توګه به دا پریکړه رد یا ویټو کوي او پخپله جمهور رئیس رجب طیب اردوغان دواړه هیوادونه تورن کړي و چې هغو کردي وسله والو ته یې د پټیدو ځای ورکړی چې په ترکیه کې د ورانکارۍ فعالیتونه کوي.

خو د یو لړ خبرو اترو څخه وروسته ښاغلي اردوغان وویل چې د خپل اعتراض څخه پدې شرط تیریږي چې د شمالي اروپا دا دواړه هیواونه د ترکیې سره خپلې ژمنې چې تر اوسه ندي په ډاګه شوي، عملي کړي.

ترکیې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب غوښتنې د حمایت په بدل کې له دغو هیوادونو څخه غوښتي چې ۳۳ کردي تندلاري او د ۲۰۱۶ په کودتا کې په لاس لرلو تورن کسان ور وسپاري.

ترکیه همدغه راز د وسلو پيرلو د هغه محدودیت لېرې کېدل هم غواړي چې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د ترکیې له پوځي مداخلې وروسته پرې ولګول شو. خو ښاغلي اردوغان له ولسمشر جوبایډن سره له ملاقات وروسته په ناټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو سره مخالفت پرېښوده.

سویډن او فنلنډ له هغه وروسته د ناټو د غړیتوب اخیستلو هلې ځلې پیل کړي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ روسیې په اوکراین یرغل وکړ.

د متحده ایالاتو د سنا مجلس د اګست په میاشت کې د دې دواړو هیوادنو غړیتوب منظور کړی خو تر اوسه ترکیه او هنګري چې دواړه یې د ناټو غړي هیوادونه دي تر اوسه یې د فنلنډ او سویډن غړیتوب ندی منظور کړی.

ناټو چې ۳۰ غړي لري باید ټول یې د یو هیواد د غړیتوب منظوري ورکړي.

ترکیه چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هیواد دی پداسې حال کې د فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو لپاره شرایط ږدي چې تازه اوکراین هم پدې سازمان کې د یو ځای کیدو لپاره د خپلې غوښتنې چټکوالی رسمي کړ.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي په یوې ویډیو کې چې یوه اعلامیه هم ور سره خپره کړې ویلي چې د ناټو سره یو ځای کیدل یې د پخوا څخه غوښتل او زیاته یې کړه چې "نن اوکراین غواړي دا غوښتنه رسمي کړي."

زلینسکي دا غوښتنه د روسیې لخوا ددې هیواد د څلورو نورو برخو د الحاق په غبرګون کې وکړله خو ها خوا بیا د ناټو چارواکي په زغرده نه وایي چې آیا پدې سازمان کې د اوکراین د غړیتوب غوښتنه به چټکه شي که نه.

د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ پدې هکله خبریالانو ته وویل، "زمونږ تمرکز اوس د اوکراین سره په سمدستې توګه د مرستو کول دي چې د روسیې د ظالمانه یرغل په مقابل کې د خپل ځان دفاع وکړي."

سره لدې چې د ناټو غړي هیوادونه د پخوا راهیسې پدې نظر دی چې د اوکراین په شان خودمختار هیوادونه باید ناټو سره د یو ځای کیدو آزادي ولري خو دې هیواد ته په ناټو کې د غړیتوب په ورکولو کې بیړه نده شوې.