اردوغان د مۍ په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې له بایډن سره ګوري

د ناټو په سرمشریزه کې د بایډن او اردوغان کتنه

د ترکیې یو چارواکي د جمعې په ورځ مارچ ۲۹ (حمل ۱۰) د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د مې په نهمه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

دا به په لیتوانیا کې د تیر کال د جولای په میاشت کې د ناټو په سرمشریزې کې له کتنې وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې لومړۍ لیدنه وي.

د ناټو تړون دغه دوه متحدین هڅه کوي چې د ترکیې له خوا په دې اتحادیه کې د سویډن د غړیتوب د ځنډیدو په شمول د شخړو له امله خړې پړې شوې اړیکې بیا ورغوي.

د واشنګټن په انستیتوت کې د ترکیې د پروګرام رئیس سونر کګاپتای د فرانس پرس اژانس ته وویل، "زه فکر کوم چې دا یو ډیر مهم سفر دی. اردوغان اوس د ۲۱ کلونو راهیسې د ترکیې مشري کوي او بایډن تر دې دمه لومړنی ولسمشر دی چې هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته بلنه نه ده ورکړې."

هغه وویل: "دا ډیره لویه خبره ده چې اردوغان بالاخره د بایډن د دورې له پای ته رسیدو دمخه بلنه ترلاسه کړه."

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته په ناټو کې د سویډن د شمولیت د غوښتنې پر وړاندې د ترکیې مقاومت د دواړو هیوادونو اړیکې پیچلې کړې. دې اقدام د روسیې په وړاندې د اردوغان ډیر حساس دریځ منعکس کړ.

ترکیه پداسې حال کې چې د مسکو سره د سوداګرۍ د ساتلو څخه ګټه پورته کړې، د اوکراین سره هم د ډرون او نورو اړینو وسلو مرسته کوي.

اردوغان هم یو له هغو لوېدیځو مشرانو څخه دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې منظمې ناستې او ټیلیفوني خبرې اترې درلودلې دي او داسې تمه کیده چې د فبرورۍ په میاشت کې به پوتین ترکیې ته سفر وکړي.
انقرې په روسیه باندې د بندیزونو د لګولو لپاره پداسې حال کې د لویدیځ سره له یوځای کیدو انکار وکړ چې داسې اندیښنې راپورته شوی وې چې ترکیه د مسکو د جګړې صنعت ته د موادو د رسولو د ترانزیتي لارې ملاتړ کوي.

یو غربي دپلوماټ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د ترکیې او روسیې ترمنځ د مشروع سوداګرۍ د زیانمنولو اراده نه لرو، خو د غیر قانوني تجارت په اړه موږ ډیر جدي یو.»

د بایډن ادارې د جنوري په میاشت کې وروسته له هغه چې ترکیې په ناټو کې د شویډن د غړیتوب ځنډول شوې داوطلبي تصویب کړه، هغه هیواد ته یې د اف - ۱۶ جنګي الوتکو د پیرودولو لپاره ۲۳ میلیارد ډالرو معامله تصویب کړه.

ترکیه به د خپلو موجودوه ۷۹ جیت الوتکو د نوي کولو تر څنګ ۴۰ نوې اف-۱۶ جټ الوتکې ترلاسه کړي.

یو امریکایي مقام د مذاکراتو د خاص ماهیت ته په کتلو وویل چې واشنګټن تر هغه وخت پورې دغې معاملې ته شین څراغ ورنکړ تر څو د ترکیې لخوا د سویډن د غړیتوب د تائید اسناد واشنګټن ته نه وو رسیدلي.

کاګاپتای وویل، "ترکیې د اف-۱۶ الوتکو په برخه کې خپل رول په ښه توګه ادا کړ او له سویډن سره یې معامله وکړه او په [ناټو] تړون کې یې خپل دریځ پیاوړی کړ."