ترکیه وايي له اسرائیل سره یې ټول تجارتي روابط وځنډول

د ترکیې او اسرائیل بیرغونه

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ مۍ دویمه (حمل۱۳)‌ وویل چې له اسرائيل سره به یې تر هغه وخت پورې ټول تجارتي روابط ځنډول شوي وي، چې تر څو پورې یې غزې ته د مرستو د انتقال اجازه نه وي ورکړې.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «اسرائیل ته او له اسرئیل څخه ټول صادرات او واردات وځنډول شول.»

اعلامیه وايي چې ترکیه به تر هغه وخت پورې دا روابط ځنډوي تر څو پورې چې «د اسرائیل حکومت مقامات غزې ته د مرستو نه ټکني کېدونکي انتقال ته اجازه ورکړې نه» وي. د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې غزې ته بشري مرستو لارې بندې شوي دي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تورن کړی چې د اسرائیل د صادراتو او وارداتو په بندولو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه مات کړي‌ دي.

ترکیې د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې اسرائیل ته یې صادرات محدودي کړي‌، ترکیه د ګوتو په شمېر اسلامي‌هېوادونو څخه ده چې اسرائيل په رسمیت پېژني او د تجارتي روابطو ځنډول یې په اړیکو کې نوی درز دی.

د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرائيل بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا یې ۱۱۷۰ تنه په کې ووژل شول. اسرائيل له حماس څخه د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې عملیات پیل کړي چې د روغتیايي مسئولنیو په وینا تر دې دمه په کې څه باندې ۳۴۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې، له غزې سره د مرستندویو ټولنو یو ایتلاف وویل چې په ترکیه کې د هغو بیړیو مخه نیول شوې چې غوښتل یې غزې ته بیړنۍ بشري مرستې ورسوي. د بیړیو ددغه کتار تنظیموونکو ددې کار لامل د اسرائیل فشار بللی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د بندر جوړولو کار تر نیمایي زیات بشپړ شوی دی. د دغه سمندري بندر له لارې به غزې ته بشري مرستې انتقالېږي.

ترکیه داسې مهال له اسرائيل سره د تجارتي روابطو د ځنډولو خبر ورکړی دی چې تېره ورځ د کولمبیا ولسمشر کوستاوو پیترو وویل چې په غزې کې د نسل وژنې له کبله له اسرائیل سره خپل روابط قطع کوي. اسرائیل دا کار د یهودیت ضد او نفرت پاروونکی بللی دی.