د ترکیې غونډې په اجنډا کې اوربند او د حکومت جوړول شامل دي ـ صالح

د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته ممکن روانه اونۍ پيل شي ـ صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته ټاکل شوې روانه اونۍ تر سره شي.

صالح نن یکشنبه اپرېل۱۱ (وري ۲۲) له جمهوري نظام څخه د کابل د کوهدامن خلکو د ملاتړ غونډې ته وویل چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي لورې د یادې غونډې اجنډا تیره ورځ له افغان حکومت سره شریکه کړې او په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

ښاغلي صالح زیاته کړه چې د یادې طرحې مهمې مادې ارښتونه، اوربند او د حکومت جوړول دي.

نوموړي زیاته کړه: "امریکايي پلاوي تیره ورځ پیغام موږ ته راکړئ، ښاغلي خلیلزاد راغلی و، د مذاکراتو په اړه چې احتمالاً په روانه اونۍ کې په ترکیه کې تر سره شي د اجنډا په اړه زموږ سره بحث وکړ."

د امرالله صالح په وینا د دغه اجنډا مهمه برخه پر ارزښتونو توافق دی. خو زیاته یې کړه چې دا معلومه نه ده چې پر یادو ارزښتونو به لس ورځې او که به یوه میاشت بحثونه وشي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړه چې افغانستان (طالباني) کېدای نشي او په وینا طالبان باید د یو «جز» په توګه د افغانستان د خلکو ترمنځ په سوله کې ژوند وکړي.

ښاغلي صالح ټینګار وکړ که چیري طالبان د یادو مذاکراتو پرمهال دا ونه مني چې «جز» دي او که پر دې ټینګار کوي چې کل دي مذاکرات یو ګام هم مخته نه ځي.

نوموړي زیاته کړه: "هر کله چې طالب ومنل چې د ټولنې «جز» دی او د کل تسلط نه لري د نورو بحثونو لپاره یې دراوزه پر مخ خلاصیږي."

هغه وویل، که چیري د ترکیې ناسته کې د سولې حکومت پر جوړښت توافق هم وشي په وینا دوی (افغان حکومت) به له خلکو سره مشوره وکړي.

امرالله صالح د حکومت لخوا د ۵ زره طالب بندیانو ازادولو ته په اشارې وویل چې ۸۵ سلنه ازاد شوي طالب بندیان بیرته جګړې ته ستانه شوي دي.

هغه وویل که څه هم د نورو بندیانو ازادولو په اړه اوازې شته خو ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت به بیا د طالب بندیانو په ازادولو کې تیر وتنه ونه کړي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه خپله طرحه د ترکیې په غونډه کې وړاندې کړي. د اساسي قانون ساتنه، انتخابات، د سولې حکومت او د لویې جرګې رابلل د دغې طرحې مهم ټکي دي.