ترکیه د افغان امنیتي ځواکونو سره ۱۳میلیون ډالره مرسته کوي

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، دغه هیواد د افغان ملي اردو سره د ۱۰۰ میلیونه ترکۍ لیرې چې ۱۳میلیونه امریکايي ډالره کیږي مرسته کوي.

د افغانستان سفارت پرون ناوخته ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۲) ویلي چې د یادو مرستیو تړون د افغان او ترکي چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د دې هوکړې له مخې د ترکیې جمهوریت ژمنه کړې چې د ملي اردو د تجهیزاتو او د اړتیا پوره کولو په موخه به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره ۱۰۰ میلیونه ترکۍ لیرې چې شااوخوا ۱۳میلیون امریکايي ډالره کیږي مصرف کړي."

په ترکیه کې د افغانستان سفارت زیاتوي چې له یادو «بلا عوضه نقدي مرستو» څخه ۱۵میلیونه ترکۍ لیرې چې شااوخوا دوه میلیون امریکايي ډالر کیږي، د ملي اردو، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست د منسوبینو د ښوونې او روزنې د لګښتونو د تامین لپاره مصرف شي.

د سفارت په بیان کې راغلي چې ترکیې تر دې مخکې په کال کې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کوله، خو زیاتوي چې اوس مهال دغه مرسته په کال کې شااوخوا درې میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د بیان له مخې دا تړونونه په کلنۍ توګه هرکال لاسلیک کېدل، خو په وینا یې دا ځل د راتلونکو پنځو کلونو لپاره لاسلیک شول او مرستې به د افغان دولت د اړتیاوو سره سمې وکارول شي.

د ترکیې حکومت که څه هم په ژنیو کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې، خو د دغه نوي مرستې د تړون په اړه یې څه نه دي ویلي.