ترکیه د افغانستان د سولې د خبرو د کوربتوب چمتوالی نیسي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي پلان لري چې د را روانه میاشت (اپریل) کې د افغانستان د سولې د خبرو کوروبتوب وکړي.

ښاغلي اوغلو نن جمعه، مارچ۱۲ (کب۲۲) ویلي چې انقره پلان لري د افغانستان لپاره ځانګړی استازی هم وټاکي.

ترکیه پداسې وخت کې د افغانستان د سولې د خبرو د کوربتوب خبره کوي چې د همدې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د ګډ حکومت د جوړېدو خبرونه خپاره شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د افغانستان د حکومت سره د سولې یوه مسوده خپره کړې چې پکې د نویو انتخاباتو نه وړاندې د موقتي حکومتاو نوي اساسي قانون د جوړیدو یادونه شوې.

خو د افغانستان د حکومت جګپوړو چارواکو د موقتي حکومت جوړیدل رد کړي. پخپله جمهور رئیس محمد اشرف ویلي چې دا ډول حکومت راتګ به په افغانستان کې د "وینې د بهیدو سبب شي".

لا معلومه نده چي په ترکیه کې د افغانستان د سولې په هکله په خبرو کې څوک ګډون کوي.

د افغانستان حکومتي چارواکو، طالبانو او د مذاکره کوونکو ډلو استازو پخوا هم له ترکیې څخه غوښتي وو چې د سولې د خبرو کوربتوب وکړي خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي دا پریکړه وروسته تر هغه ونیول شوه چې امریکا ترې د کوربه توب غوښتنه وکړله.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د کانګریس د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ په یوې استماعیه غونډې کې وویل امریکا د افغانستان د سولې د خبرو هلې ځلې په یوازې ځان نکوي.

ښاغلي بلنکین زیاته کړه، " د ملګرو ملتونو په ګډون مو د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم پدې هلو ځلو کې راګډ کړي ځکه چې دوي په افغانستان کې خپلې ګټې لري او په دواړو ډلو اثر او رسوخ لري"

په ترکیه کې د افغانستان د سولې په هکله دا غونډه پداسې حال کې جوړیږي چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ هم د سولې خبرې اترې روانې دې.

د ترکیې دولتي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزیر د قوله ویلي چې د "ترکیي غونډه د قطر د خبرو بدیله نه ده". خبري اژانس ویلي چې دا غونډه د قطر سره په هماهنګۍ کیږي.

په ترکیه کې د دې غونډې د جوړیدو تر څنګ ټاکل شوې د همدې روانې (مارچ) د میاشتې په ۱۸مه په مسکو کې هم د افغانستان د سولې په هکله غونډه جوړه شي.

د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تاس خبري اژانس ته ویلي چې ټولو بلل شویو ډلو په غونډې کې ګډون منلی.

ښاغلي کابلوف ویلي چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپل ګډون تائید کړی.