ترکیې له طالبانو وغوښتل د نجونو په مخ د پوهنتونونو بندولو پرېکړه بېرته واخلي

مولود چاووش اوغلو، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر

ترکیې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل "غیراسلامي او غیرانساني" کار بللی او د طالبانو پر مشرانو یې غږ کړی چې خپله دا پرېکړه بیرته واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو نن پنجشنبې دسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د ښځو تعلیم ټولنې ته څه زیان رسوي؟ موږ دا پر ځای کار نه بولو. ان شاء الله، طالبان به خپله پرېکړه بیرته واخلي."

په افغانستان کې نجونې په داسې حال کې له پوهنتونونو منع شوي چې نږدې درې میاشتې وړاندې ددغه هېواد په زرګونو نجونو د لوړو زده کړو دپاره د کانکور په آزموینه کې برخه واخیسته.

د تېر کال په اګست کې پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته، طالبانو په دغه هېواد کې نجونې له منځنیو او ثانوي ښوونځیو هم منع کړي چې له امله یې پوهنتون ته د نجونو د تګ کچه اغېزمنه شوې ده.

متحده ایالاتو د طالبانو دا اقدام "شدیداً" غندلی او بریتانیې حکومت دا کار د طالبانو له لورې "ستر په شاتګ" بللی دی.