د استانبول د بمي حملو په تړاو ٢٣٥ کسان نیول شوي

په دغه برید کې ۴۴ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول

په داسې حال کې چې ترکان د استانبول د فوټبال د ستدیوم بهر په بمي حملو کې د لسگونو وژل شویو کسانو ماتم کوي، پولیسو د هیواد په گوټ گوټ کې په سلگونو کسان ددې پیښې په تړاو نیولي دي.

د ترکیې د دولتي اژانس انادولو د رپوټ له مخې د ترکیې په ١١ ښارونو کې ٢٣٥ کسان د ترهگرۍ او په ټولنیزو رسنیو کې د تروریستي پروپاگند د خپرولو په تور نیول شوي دي.

د دولتي رسنیو رپوټونه وایي چې ترکي مقاماتو وروسته له هغې په دې اقدام لاس پورې کړ چې د کردستان د کارگر گوند نه یوې جلا شوې ډلې د استانبول ښار د ورزشي ستدیوم بهر د بمي حملو مسولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو شمیرو له مخې د استانبول په بمي حملو کې ۴۴ کسان وژل شوي او ١۴٩ تنه نور ټپیان شوي دي. د کردي یاغي ډلې له لورې د حملې د مسولیت له منلو وروسته د ترکیې پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د عراق په شمال کې یې د کردستان د کارگر گوند په هدفونو بمباري کړې ده.

د خلق دموکراتیک گوند چې د کردانو پلوي دی په ترکیه کې دوهم ستر اپوزیسیون گڼل کیږي. ددې گوند یو شمیر مشران د کردستان د کارگر گوند سره د اړیکو د لرلو په تور بندیان شوي دي او محاکمې ته انتظار باسي.

د ترکیې د روغیتایي چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د استانبول د بمي حملو په تلفاتو کې ٣٦ پولیس منصبدار او اته ملکي وگړي شامل دي.

دغه حملې چې د ترکیې د فوټبال د لومړي لیگ د یوې لوبې وروسته وشوې، د ترکیې فټبال پلوه ولس یې ولړزاوه او د ترهگرۍ پر ضد د وطنپالو مظاهرو سبب شو. مظاهره کوونکو د کردستان د کارگر گوند ضد شعارونه ورکول.

د استانبول د بشیکتاس دغه نوی ستدیوم د بشیکتاس د فټبال د مشهور ټیم په نوم نومول شوی دی.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او نورو ترکي مقاماتو د خلق دموکراتیک گوند د ترهگرۍ په ملاتړ او د کردستان د کارگر د غیر قانوني اعلان شوي گوند سره په اړیکو تورن کړی دی.

د خلق دموکراتیک گوند چې په ٢٠١۴ کې یې په انتخاباتو کې وکړای شول چې پارلمان ته لاره ومومي، دا ډول تورونه رد کړي دي.

ترکیه د هیواد په جنوب ختیځ کې د کردي یاغیانو سره په تازه شخړو بوخت ده په روان کال کې د یو لړ ځان مرگو حملو سره مخامخ شوی ده.

په ترکیه کې میشت یوه کردي ډله چې د "آزادۍ د شاهین غورځنگ" په نامه شهرت لري د استانبول د دوه گونو بمي حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

دغې ډلې ویلي دي چې د دوی دغه اقدام د ترکیې په جنوب ختیځ کې د دولت د زور زیاتي او د کردستان د کارگر گوند د مشر عبدالله اوجالان د نیولو په غبرگون کې شوی دی.

د ترکیې د دولت او د کردستان د کارگر گوند ترمنځ د څو لسیزو تاوتریخوالي په نتیجه کې په لسگونو زره کسان وژل شوي دي. دغه تاوتریخوالي د ٢٠١٥ کال د سولې د خبرو له ناکامیدو وروسته زور اخیستی دی.