انقرې کې تر ځانمرګي برید وروسته ترکیې د عراق په شمال کې بمباري کړې

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ودانۍ سره نږدې په ځانمرګي برید کې دوه پولیس افسران ټپي شوي.

د ترکیې جنګي الوتکو یکشنبه اکټوبر لومړۍ (تلې۹) د عراق په شمال کې د کردي وسله والو په مشکوکو اهدافو وروسته تر هغه بمباري وکړه چې د انقرې په ښار کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته ځانمرګی برید وشو.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې پدې بمباریو کې د کردانو کارګر ګوند یا پي کې کې شاوخوا ۲۰ اهداف په نښه شوي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې سمڅې، پنا ځایونه او ډیپوګانې له منځه تللي او د پي کې کې ګڼ شمیر غړي هم وژل شویدي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته په ځانمرګي برید کې د پولیسو دوه افسران ټپي شوي او پولیسو ویلي چې بل برید کوونکی د هغوي لخوا په ډزو کې وژل شوی.

د پي کې کې ډله چې د عراق په شمال کې د پټیدو خوندي ځایونه او اډې لري، ادعا یې کړې چې دا برید هغوي کړی. دا خبر یوې خبرې سرچینې ورکړی چې د دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې یو برید کوونکی د پي کې کې غړی و او ویلي چې د بل برید کوونکي د پیژندګلوۍ لپاره هلې ځلې روانې دي.

دا چاونه څو ساعته وړاندې تر دې وشوه چې د ترکیې پارلمان د دریو میاشتو اوړي رخصتیو څخه وروسته خپل فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې وه چې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان هم ورته وینا کړې وی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وایي دا برید کوونکي په سوداګریز موټر کې د قیصاري په ولایت کې یې د حیواناتو یو ډاکټر څخه غلا کړی و، د پیښې ځای ته راغلي و.

د صباح په نامه ورځپاڼې بیا په یو راپور کې ویلي چې دې برید کوونکو د موټر خاوند په سر په مرمۍ ویشتلی او وژلی و او بیا یې د هغه مړی یوې کندې ته غورځولی و.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د برید څخه وروسته د ایکس په ټولنیره شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د سهار ۹:۳۰ بجې دوه تروریستان د یو موټر په وسیله د کورنیو چارو وزارت ته ورغلي و او یو تن یې ددغه وزارت د عمومي امنیت د ادارې د دروازې په مخ کې ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي دي، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. .

ښاغلي یرلیکایا لیکلي: "یو تروریست ځان پورې تړلو چاودیدونکي مواد چولي اود بل تروریست برید شنډ شو."

وزیر همدرانګه ویلي چې پولیسو دویم برید ګر په سر په ډزو ویشتلی او ځای پر ځای وژلی دی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پولیسو د پیښې په ځای کې پلاستیکي چاودیدونکي مواد، لاسي بمونه او یو راکټ لانچر پیدا کړی.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان پارلمان ته په وینا کې دا برید د "تروریزم وروستی مقاومت" وباله.

ښاغلي اردوغان وویل، " لنډغرو چې د دې هیواد د اتباعو په سولې او امنیت یې برید کړی نشي کولی هدف ته ورسیږي او هیڅکله به یې ونشي کړی".