پر سوریې د ترکیې د بریدونو ۴ ورځ؛ په راس العین کې سختې نښتې

د سوریې پر شمال ختیځ باندې د ترکیې د پوځ بریدونه

پداسې حال کې چې د سوریې پر شمال ختیځ باندې د ترکیې د پوځ بریدونه څلورمې ورځې ته وغزیدل د راس العین په سرحدي ښار کې د سختو جگړو رپوټ ورکړل شوی دی.

د ترکیې د امنیتي قواو یو لوړپوړي مقام د رویترز اژانس ته ویلي سرتیرو یې ددې ښار کنترول ترلاسه کړی، خو دغه رپوټ د کردي جنگیالیو له لورې رد شوی دی.

تیره شپه د ترکیې پوځ پر راس العین باندې بمباریو ته زور ورکړی و. راس العین د سوریې د دوو سرحدي ښارونو له جملې نه دی چې ترکیه پرې بریدونه کوي.

دغه بریدونه پداسې حال کې زیات شوي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې ترکیه پر سوریې باندې پوځي عملیات ودروي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې پر سوریې باندې د ترکیې د پوځي عملیاتو دوام د امریکا ددې هیواد اړیکې سختې زیانوي او ښایي ترکیه د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي.

زیات شمیر نورو هیوادونو هم پر سوریې باندې د ترکیې بریدونه غندلي دي او د بشري ناورین په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په سوریه کې د کردانو پر مشرۍ ادارې اعلان کړی دی چې د ترکیې د بریدونو په نتیجه کې نژدې دوه سوه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان، د جمعې په ورځ اکتوبر ١١ نړیوالو فشارونو ته پام ونه کړ او وویل چې ترکیه به په سوریه خپل پوځي عملیات ونه دروي.