کروناویروس؛ ترکیه په لسګونو زره بندیان خوشې کوي

د ترکیې پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې د کروناویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره په زرګونو بندیان د ترکیې له زندانونو خوشې کیږي.

د ترکیې په پارلمان کې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختیا ګوند د خپل ایتلافي ملګري ملي غورځنګ ګوند په ملاتړ د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۶) د ۲۷۹ رایو په اکثریت او ۵۱ مخالفو رایو یو نوی قانون تصویب کړ چې د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په لسګونو زره بندیان خوشې شي.

ددغه قانون له مخې شاوخوا ۴۵ زره بندیان د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر په موقفتي توګه او په همدې شمیر نور بندیان به په بشپړه توګه له بند څخه خوشې کیږي.

هغوی چې په موقتي توګه د زندان څخه د آزادیدو د شرایطو وړتیا ولري د قضا تر کنترول لاندې به د مۍ د میاشتې تر پایه خوشې شي.

د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې تر اوسه ۱۷ تنه بندیان په کروناویروس اخته شوي او درې تنه یې مړه شوي دي. همداشان د ترکیې د زندانونو د چارو ۷۹ منسوبین په کروناویروس اخته شوي دي.

پدغه قانون باندې د حکومت مخالفو ګوندونو او فعالینو پدې خاطر انتقاد کړی دی چې په هغه کې د ژورنالستانو او سیاستوالو په ګډون هغه بندیان ندي شامل چې د ترهګرۍ په تور د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په ترڅ کې بندیان شوي دي. منتقدین دا هم وایي چې د جنایتکارانو خوشې کول ښایي په ټولنه کې د جرمونو د زیاتیدو سبب شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکیې ددغه اقدام هرکلی کړی چې په زندانونو کې ګڼه ګوڼه کمه شي، خو ویلي یې دي چې دغه قانون پدې کې پاته راغلی چې د خوشې کیدو وړ یو شمیر نور کسان هم خوشې شي.

ددې سازمان غړې میلینا بویوم ویلي چې: «د ترکیې حکومت باید سم چلند وکړي او هغه کسان سمدستي خوشې کړي چې صرف د خپلو سوله ییزو نظریاتو د څرګندولو په وجه زنداني شوي دي.»

ترکیې په زرګونه علمي شخصیتونه، وکیلان، ژورنالستان، مدني فعالین، مامورین او پوځیان پدې نامه نیولي چې ګواکې د فتڅ الله ګولن ملاتړي دي. ښاغلی ګولن چې په امریکا کې په تبعید کې ژوند کوي په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دی، خو هغه دغه تورونه رد کړي دي.