د ترکیې بې پيلوټه الوتکې په عراق کې د پي کی کی غړي‌ وژلي- چارواکي 

په عراق کې د کردستان په خودمختارې سیمې کې مقاماتو نن یکشنبه سپتمبر ۱۷ (وږې۲۶) وویل چې د ترکیې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د کردستان کارګر ګوند [پي کی کی]څلور غړي وژل شوي‌ دي.

د عراق د کردستان د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې په یوې اعلامیې کې ويلي دي: «د سنجار غر د جال مېر په سیمه کې د پي کی کی د غړو په موټر باندې د ترکیې د پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو لوړ پوړی مقام او درې جنګیالي وژل شوي دي.»

له څو لسېزو راهېسې پي کی کی د سرحد په اوږدو له ترکیې سره جګړه کوي. د ترکیې پوځ په اکثره حالاتو کې په عراق کې د خپلو هوايي بریدونو په اړه څه نه وايي.

انقره او د هغه لویدیځ ایتلافیان یې کی کی د «ترهګر» سازمان په توګه پېژني. د سنجار په ایالت کې ایزدیان اوسېږي او دلته له پي کی کی سره تړلې د ایزدیانو یوه څانګه فعاله ده. دا ډله وایي د ترکیې پوځ د دوی موټر په نښه کړی. خو ترکیې لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

ترکیې د عراق په کردستان کې په تېرو ۲۵ کلونو کې لسګونه پوځي تاسیسات جوړ کړي ‌چې د پي کی کی په وړاندې وجنګېږي.

د اګست په میاشت کې هم د بې پیلوته الوتکو په برید کې په عراق کې لږ تر لږه د پي کی کی اووه غړي ووژل شول.

سره له دې چې عراق په ترکیې باندې انتقاد کوي چې ځمکنۍ بشپړتیا ته یې درناوی نکوي او په هوایي بریدونو کې یې ولسي خلکو ته زیان اوړي. خو، د فدرال چارواکي او د کردستان سیمه ایز حکومت تورن دي،‌ چې له ترکیې سره د خپلو ښو اقتصادي‌ اړیکو د ساتلو له کبله د دا ډول بریدونو په اړه څه نه وایي.

تېرکال د عراق په شمال کې د سیلانیانو په یوې سیمې باندې په برید کې نهه تنه ووژل شول. ترکیه تورنه شوه چې دا برید یې کړی،‌ خو انقرې دا تور رد کړ او ادعا یې وکړه چې دا د پي کی کی کار دی.