سودان کې تازه جګړو کې ۱۲ تنه وژل شوي

ملګرو ملتونو ویلي چې پدې سیمه کې شخړې قومي بڼه لري او ښایي چې د بشریت ضد جنایات وبلل شي.

د سودان په دافور کې د یو سیمه ایز روغتون ډاکټر وایي چې د دې هیواد د جنګیدونو جنرالانو تر منځ په تازه شخړو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه عام خلک وژل شویدي.

عیني شاهدانو د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د جګړو له کبله حتی ټپي شوي کسان روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته نشي وړل کیدی.

د دارفور سیمه چې د چاد سره ګډه پوه لري د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو مشر جنرال محمد حمدان داګلو تر منځ د واک پر سر تر ټولو سختې جګړې په همدې سیمې کې شوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې پدې سیمه کې شخړې قومي بڼه لري او ښایي چې د بشریت ضد جنایات وبلل شي.

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هغه ملیشې دي چې د سودان پخواني دکتاتور عمر البشیر په ۲۰۰۳ کال کې د دارفور په سیمه کې د قومي اقلیتونو لخوا د پیل شوي بغاوت ځپلو لپاره وګمارلې.

پدې ډلې د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو تورونه لګول شویدي.

خو په سودان کې تازه جګړې د همدې روان کال د اپریل په میاشت کې د پوځ لوی درستیز او پخواني مرستیال تر منځ د واک پر سر پیل شوې او د وسله والې شخړې موقعیت او معلوماتو راټولولو پروژې په نامه د ادارې د معلوماتو له مخې پدې جګړې کې تر اوسه نږدې ۲۸۰۰ کسان وژل شویدي.

بل پلو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د جګړو له کبله د سودان شاوخوا ۲ ملیونه کسان دیته اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

دې ادارې ویلي چې نږدې ۶ سوه زره سودانیانو ګاونډیو هیوادونو ته کډې وړي.،

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ په سمدستي توګه په دارفور کې د عربو ملیشو لخوا چې نیمه پوځي ځواکونه یې ملاتړ کوي، د قومي اقلیتونو د وژلو د بندیدو غوښتنه وکړله.

د سیمې څخه را رسیدلي راپورونه وایي چې هلته د وژل شویو کسانو مړي په لارو کوڅو کې پراته دي او ډیری مړي پړ مخې په خاورو کې غورځول شویدي. لوټمارانو د خلکو دکانونه هم لوټ کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پدې سیمې کې د روانې جون میاشتې په نیمایي کې تقریباً یوولس سوه کسان وژل شویدي.