ایران کې یوې ترافیکي پېښې کې ۲۴ افغانان مړه شوي

تصویر له آرشیف څخه

په ایران کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هیواد په زاهدان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴تنه افغانان مړه شوي‌دي.

په دغې پېښې کې ۲۸ تنه نور ژوبل شوي ‌همدي.

پېښه تېره شپه (نومبر۱۳) شاوخوا دوه بجې د زاهدان د سراوان او خاش په نوم سیمو کې شوې ده.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال امریکا غږ ته وویل: "سفارت خپلو همکارانو ته د زاهدان په قونسلګرۍ کې، چې پېښې ته نږدې ده، هدایت ورکړی چې پېښه جدي وڅاري، د ټپیانو پوښتنې ته ورشي او له سیمه ییزو مقاماتو سره په همکارۍ او هماهنګۍ د شهیدانو د لېږد چارې عملي کړي".

ښاغلي لیوال زیاته کړه چې د پېښې سیمه له امنیتي پلوه په داسې شرایطو کې ده، چې د سفارت کارکوونکي باید تر لازمو هماهنګیو وروسته ورشي.

هغه زیاته کړه سفارت هر څه له نږدې څاري او تر خپل وس او صلاحیته به د متضررو افغانانو غوښتنو ته ځان ورسوي.

د افغانستان د مهاجرینو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري امریکا غږ ته وویل، دغو افغانانو غوښتل چې له اسنادو پرته او په غیرقانوني توګه ایران ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: "دوی ټول هغه کسان وو چې قانوني اسناد او مدارک یې نه درلودل، د سراوان او خاش په نوم د دوو سیمو په منځ کې، دوه ټویټا ډوله موټر چې دوی یې انتقالول ټکر کوي، چې زموږ ۲۴ تنه افغانان په شهادت رسېږي".

نوموړي وویل په دې پېښه کې شاوخوا ۲۸ افغانان ټپي شوي هم دي، چې د سراوان او خاش روغتونونو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي انصاري زیاته کړه چې په دې پېښه کې څلور تنه ایرانیان، چې دوه تنه یې ډرېوران وو، هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هرکال زرګونه افغانان په غیر قانوني توګه د ایران او ترکیې له لارو اروپا ته د رسېدو هڅه کوي، چې یو شمېر په دغو سختو لارو خپل ژوند لاسه ورکوي.