ملګري ملتونه: د بلخاب ولسوالۍ جګړو کې ۲۷ زره کسان بیځایه شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ' اوچا' د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د وروستیو جګړو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د دغو جګړو له امله لږ تر لږه ۲۷ زره تنه له خپلو مینو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې چې د جمعې په ورځ جولاې اتم (چنګاښ ۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه خپور کړی ویلي دي چې د ملګروملتونو اړوند ادارې د بلخاب په ولسوالۍ کې له لسو زرو څخه زیاتو کسانو ته خواړه او نور د اړتیا وړ موادو د برابرولو په لټه کې دي.

' اوچا' وايي چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ څخه زیات شمیر کورنۍ ګاونډیو شمالي ولایتونو او د بامیان ولایت ته کډه شوي دي: "په بامیان ولایت کې په سیمه کې زمونږ ټیمونه وايي، چې له شپږ زرو څخه زیات بې ځایه شوي کسان دغه ولایت ته تللي مونږ او زمونږ د ملاتړو ادارو همکاران دغو بې ځایه شوو ته خواړه، روغتیايي خدمات، تعلیم او روحي درملنې ملاتړ سربیره هغوی ته نغدي پیسې او نورې اړتیا وړ مرستې برابرې کړي".

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ وايي، چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ کې یې ۷۵۰ بې ځایه شوو کورنیو ته د لومړنیو موادو مرستې استولي دي.

د سرپل ولایت د بلخاب په ولسوالۍ کې دا کورنۍ وروسته له هغې له خپلو سیمو څخه کډه کولو ته اړ شوې، چې د چنګاښ د میاشتې په سر کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او مولوي مهدي مجاهد د وسله والو ترمنځ نښتې وشوې. په دې نښتو کې دواړو خواو ته د سر د زیان د رسیدلو سربیره د یو شمیر ملکیانو د وژل کیدو ادعاوې هم شوي دي.

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د چنګاښ په اتمه په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په دې اړه څېړنې کوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکا غږ سره خبرو کې په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

ذبیح الله مجاهد دا راپورونه له حقیقت څخه لېرې او بې اساسه وبلل او ویې ویل: "هغه ادعاوې چې هلته غیر نظامیانو زیان لیدلی، کاملا ناسمې او له حقیقت څخه لېرې دي او په بشپړ ډول یې ردوو".

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته مولوي مهدي مجاهد د طالبانو لخوا د بامیانو ولایت د استخباراتو د رئیس په توګه ټاکل شوی و، خو بیا تر څه مودې وروسته له دغې دندې څخه لیري کړای شو. مولوي مهدي مجاهد د یو بانفوذه شعیه قومندان په توګه د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو ځواکونو او د تیر رژیم د ځواکونو په وړاندې په جګړه کې برخه لرله. تر دامهاله د هغه د لیري کېدو ښکاره دلیل نه دی معلوم شوی.

د بلې خوا ' اوچا' د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو په اړه ویلي چې په دغو سیلابونو کې د لوګر، غزني، پکتیا اومیدان وردک ولایتونو کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس شپږ تنه مړه شوي، سلګونو کورونو او پر ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي. د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي چې لوګر کې به د سیلاب له امله د پیښ شوي زیان په اړه یوه سروې وکړي.