تخار کې ۲۳ ښوونځي د طالبانو د ګواښونو وروسته تړل شوي

د تخار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، طالبان د ښوونځیو د خلاصیدو په بدل کې د خپل یو بندي غړي خوشې کیدل غواړي.

د تخار د معارف رئیس عبدالسمیع ابدیار وايي، چې د وسله والو طالبانو په ګواښ باندې په درقد کې ۱۵ ښوونځي، په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ۴ ښوونځي، په ینګي کلا کې ۳ ښوونځي تړل شوي دي.

ښاغلی ابدیار زیاتوي، چې یو بل ښوونځی په خواجه غار کې د جګړې له امله تړل شوی دی.

د تخار د معارف د رئیس پر وینا طالبانو ګواښ کړی،چې که د طالبانو له خوا په دغه ولایت کې د معارف لپاره ټاکل شوی مسول امیرمحمد مزمل د ملي امنیت له بند څخه خوشې نه شي، دا ډله به هم ښوونځي همداسې بند وساتي.

هغه زیاتوي چې د قومي مشرانو په ذریعه یې طالبانو سره خبرې کړي، خو تر اوسه یې نتیجه نه ده وکړې.

د سیمې خلک بیا وايي چې طالبان ګواښ کوي چې که د دوي غوښتنه ونه منل شي دوي به د انتخاباتو چارې هم له مشکل سره مخ کړي.

د تخار په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ښوونځیو د تړل کیدو دا دوهمه اونۍ ده.

د تخار د ولایت ویاند سنت الله تیمور بیا مطبوعاتو ته ویلي چې دوي د وسله والو طالبانو غوښتنه نه شي منلی، او مجبور دي په سیمه کې له عملیاتو وروسته زده کړو ته زمینه برابر کړي.

په خواجه غار کې جګړې

له بلې خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن او ګورتپې په امنیتي پوستو یې بریدونه کړي.

د خواجه غار ولسوال ملامحمد عمر وايي چې محلي پولیسو د پل مومن او ګورتپې دوه پوستې پريښي او وتلي وو، چې د دغو دوه پوستو په سقوط سره د دشت ارچي او خواجه غار ترمنځ د طالبانو د تګ راتګ لار خلاصه شوې او طالبانو خپلې ثقیله وسلې هاموی زرې او نور وسایط خواجه غار ته راوستي دي.

هغه وايي چې دا د طالبانو کومکي ځواکونه دي او غواړي چې پر ولسوالۍ برید وکړي.

اوس مهال د خواجه غار۵۰ کلي د طالبانو په ولکه کې دي. طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ بازار په ۶ کیلومترۍ کې خپل وسله وال ځای پر ځای کړي دي.

ولسوال ملا محمدعمر وویل چې که دوي ته کمکي قوه ونه رسیږي کیدای شي ولسوالي سقوط وکړي.

خو د تخار د امنیت امر نظام الدین غوري وايي چې د تخار د امنیه قوماندان او کمکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

وسله وال طالبانو بیا ادعا کوي چې دوي د الخندق عملیاتو په ترڅ کې د خواجه غار ولسوالۍ ۱۷ امنیتي پوستې نیولي دي، او ددوي وسله وال اوس د ولسوالۍ شاوخوا کې میشت دی.

وسله وال طالبان ملي او محلي پولیسو ته د تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې، خو سیمه ییز چارواکي بیا د خپلو سرتیرو د وژل کیدو خبر نه تاییدوي.