ننګرهار کې ۲۳ زره ماشومان له واکسین پاتې شوي

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت کې د ناامنیو له امله لا هم ۲۳ زره ماشومان د پولیو له واکسين بې برخې پاتې کېږي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال امریکا غږ ته وویل، د هر کمپاین پرمهال په دغه ولایت کې ۷۶۶ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي.

هغه وايي، په ځينو لرو پرتو سيمو کې لا هم د پوليو دواکسين پر وړاندې امنيتي خنډونه موجود دي، چې له امله يې په پنځو ولسواليو کې ۲۳ زره ماشومان له دغه واکسين بې برخې پاتې کېږي.

هغه وویل"د پچيراګام په پنګزيو، د هسکې مېنې پاپين او اوغز، د نازيانو دوه خولې نازيان، خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي او د لعلپورې ولسوالۍ په رېنا او پارچاو سيمو کې امنيتي مشکلات شته"

د ننګرهار والي حيات الله حيات امریکا غږ ته وویل، چې په دغو سيمو کې د پوليو پر وړاندې د موجوده خنډونو د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

ده وویل" په دې کې شک نشته دی چې د ننګرهار ځینو نا امنه سیمو کې ماشومان له واکسینو پاتې کېږي، خو د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته به دغه ستونزه ډېر ژر حل شي ".

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست استازي لعلتان همت وايي،د ممبرونو له لارې به په ټولو ولسواليو کې د پوليو کمپاينونه وکړي او ملا امامان به خلک وهڅوي، چې خپلو ماشومانو ته واکسين وکړي.

ده وویل"موږ همېشه خلکو ته په جوماتو کې دا خبره واضح کړې ده چې واکسین هیڅ کومه شرعي ستونزه نه لري او باید ماشومانو ته تطبق شي".

اوس مهال په افغانستان کې د پولیویا د ماشومانو د ګوزڼ یولس پېښې ثبت شوي چې شپږ په کندهار، درې په کونړ ، یوه په ننګرهاراو یوه هم په هلمند ولایت کې ده.