امریکا کې له هغه جنین څخه غبرګوني زېږېدلي چې ۳۰ کاله یخچال کې ساتل شوی و  

تصویر د دغې پېښې نه دی

هغه غبرګوني، چې جنین یې له تېرو ۳۰ کلونو راپدیخوا منجمد شوی او په یخچال کې ساتل کېده، د امریکا د تینسي په ایالت کې وزېږېدل.

دا دوه جنینونه د ۱۹۹۹ کال د اپریل له ۲۲ نېټې راپدیخوا په ۱۲۸ منفي درجې سانتیګراد کې د محلول شوي نایتروجن په منځ کې ساتل کېدل چې بالاخره د روان کال د اکتوبر په ۳۱ نېټه ترې دوه غبرګوني وزېږېدل.

ډاکټرانو د روان کال په لومړیو کې دا جنینونه د یوې ښځې رحم ته انتقال کړل چې څو اونۍ مخکې ترې دا غبرګوني وزېږېدل. دا ښځه څلور نور ماشومان هم لري.

نوي زېږېدلي غبرګوني د یوې ښځې او مېړه د اخیستل شویو سپرمو تولید دی. دوی په ۲۰۰۷ کال کې هم د امریکا د جنین ملي مرکز ته ډالۍ کړل چې بل ماشوم هم ترې وزېږي.

د امریکا د سي ان ان تلویزیون د راپور په اساس ګمان کېږي دا لومړی ځل وي چې یو جنین د دومره ډېر وخت لپاره په یخچال کې ساتل کېږي او بیا ترې ماشوم تولید کېږي.

د امریکا د جنین د ډالۍ کولو ملي مرکز کې تر دې مخکې یو بل جنین ۲۷ کال ساتل شوی و چې یو ماشوم ترې زېږېدلی و.