ټویټر ولې د ولسمشر ټرمپ اکاونټ بند کړ؟ 

ټویټر د ولسمشر ټرمپ اکاونټ وتړه

د ټویټر ټولنیزه شبکه وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ټویټر اکاونټ یې وتړه.

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره کوونکو له برید وروسته پر دغې ټولنیزې شبکې ډېر انتقادونه وشول چې باید هغه اکاونټونه وتړي چې تاوتریخوالي پاروونکې خبرې او مواد خپروي.

د ټویټر شبکې په اول سر کې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ولسمشر ټرمپ حساب وتړه خو د جمعې په ورځ جنوري ۸ (مرغومي ۱۹) ناوخته یې اعلان وکړ چې دا حساب یې د تل لپاره بند کړ.

د ټویټر په رسمي ټویټ کې لیکل شوي دي: « د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په ټویټر کې د تازه خپرو شویو ټویټونو او موادو له ارزولو وروسته مو د نورو تاوتریخوالي پاروونکو خبرو د خطر له کبله د تل لپاره دا حساب وتړه.»

ولسمشر ټرمپ په دغه اکاونټ کې څه باندې ۸۸ میلیونه مینه وال/فالورز درلودل او د خپلو ډیری مسایلو او فعالیتونه په اړه به یې له دې لارې خلک خبرول.

سپینې ماڼۍ د ټویټر شبکې د دغه اقدام په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د ټویټر رسمي اکاونټ لا فعال دی. ولسمشر ټرمپ د ټویټر له دغه اقدام وروسته د دغه ټویټر څخه پیغام خپور کړ او ویې لیکل چې د ټویټر د دغه کار توقع یې کېدله. هغه وویل چې په داسې لارو چارو فکر کوي چې هلته دی او ملاتړي یې غلي‌ نشي.

فیسبوک او انستاګرام کې هم د ولسمشر ټرمپ حسابونه د دوو اونیو لپاره تړل شوي دي.

دا هر څه د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د ملاتړو له مظاهرې وروسته پېښ شول. مظاهره کوونکي د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ودانۍ ته ننوتي وو.

اوس پولیس په هغو کسانو پسې ګرځي چې ودانۍ ته ننوتي و. لسګونه کسان نیول شوي او حکومتي ودانۍ ته په ننوتلو او ملکي شتمنۍ په زیانمنولو تورن شوي‌ هم دي.