د ټویټر یوه پخواني چارواکي د دغې شبکې رازونه افشا کړل

د ټویټر د امنیت پخواني مشر د سې شنبې په ورځ ۱۳ سپتمبر (وږي ۲۲) د متحده ایالتونو د کانګرس غړو ته د ټولنیزو رسنیو ددې شبکې ځینې رازونه افشا کړل او وې ویل چې ټوېتر د سایبري امنیت او محرمیت په برخه کې د صنعت د معیارونو نه لس کاله شاته پاتې دی.

پیټر زاټکو وویل چې دغه شبکه د خلکو د محرمیت پر ځای خپلو ګټو ته اهمیت ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: "د شرکت د سایبري امنیت ناکامی سبب شوی چې له دې رسنۍ ناوړه ګټه پورته شي او خلک له جدي زیان سره مخامخ کړي. کله چې یوه بانفوذه رسنۍ د تنکیو ځوانانو، غلو او جاسوسانو لخوا ناوړه کارول کیږي، او په پرله پسې ډول امنیتي ستونزې ایجادوي، دا زموږ د ټولو لپاره مهمه مسئله ده."

زاټکو وايي چې هغه پرله پسې کوښښ کاوه چې دغه امنيتي نيمګړتياوو ته د ټویټر بورډ پام واړوي.

هغه وویل: "دوی د خپلې ډاټا په اړه ندي خبر چې چیرته پرته ده او له کومه راځي او د حیرانتیا خبره دا ده چې دوی دغه ډاټا نشي خوندي کولی. له امله یې د رسنۍ کارکوونکي مجبوریږي چې ډیرې ډاټا او متعددو سیستمونو ته لاسرسی ولري."

د ټویټر یوه ویاند امریکا غږ ته وویل چې د زاټکو تورونه بي بنسټه دي. ټویټر وايي زاټکو یې د کاري ښایستګۍ د نه لرلو په وجه د جنوري په میاشت کې له دندې ګوښه کړی دی.

په ٢٠٢٠ کال کې دوه هکران وتوانېدل چې د ټویټر امنیتي دېوال مات کړي او د حکومتي چارواکو په ګډون د مشهورو کسانو اکاونټونو ته ننوځي.

د امریکا دواړو سیاسي ګوندونو د کلونو راهیسې ټینګار کړی چې حکومت باید د ټولنیزو رسنیو څار پیاوړی کړي.

دیموکرات سناتور ډیک ډربین وايي د نړۍ مشران د خپلو پیغامونو د خپرلو دپاره له ټویټر څخه ګټه اخلي ځکه خو ددغې رسنۍ په اړه امنیتي اندېښنې مهمې دي.

هغه زیاته کړه: "تصور وکړئ چې د یو دښمن ملک د حکومت هکران د ولسمشر ټویټر حساب ته ننوځي او یا ترې غلط معلومات ولیږي."

زاټکو امریکايي سناتورانو ته وویل چې ټویټر د بهرنیو حکومتي جاسوسانو لخوا هم کارول کېدای شی.

جمهوري غوښتونکي سناتور مایک لي وویل:‌ "ماته داسې ښکاري چې د ټویټر اجرایوي رییس د بهرنیو جاسوسانو یا هکرانو لخوا د ټویټر د کاروونکو د معلوماتو د خوندي ساتلو په ځای دا غواړي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې نفوذ او ګټې زیاتې شي."

د ټویټر شریکانو د سې شنبې په ورځ د میلیاردر ایلان مسک هغه وړاندیز منظور کړ چي غوښتل یې د ۴۴ ملیارد ډالرو په بدل کې ټویټر وپیري.

خو ښاغلي مسک د روان کال د اپریل په میاشت کې خپل وړاندیز بیرته واخیست او ویې ویل چې هغه ته په دې شبکه کې د جعلي اکاونټونو (باټونو) د شمېر په اړه غلط معلومات ورکړل شوي وو.