کابل کې د داعش د بریدونو سمبالوونکي نیول شوي - ملي امنیت

ملي امنیت دغه کسان رسنیو ته ښودلي نه دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې د دغه بنسټ منسوبینو په کابل ښار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ آشنا ته وویل، چې نیول شوي کسان احسا‌ن‌الله او محمد عمر نومیږي او په کابل کې د داعش ډلې له خوا د ځانمرګو بریدونو اصلي سمبالوونکي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې دغو کسانو په کابل کې د داعش ډلې د اوپراتیفي چارو د سمبالولو او جلب او جذب مسولیت هم په غاړه درولود.

د سرچینې پر وینا د کابل ښار په خیرخانه مینې کې د امام‌ زمان پر جومات د برید پلان هم دغو کسانو ترتیب کړی و او په چاودیدونکو موادو سمبال بریدګر یې جومات ته رسولي وو.

داعش ډلې د روان لمریز کال په سنبلې میاشت کې د کابل ښار د خیرخانې مینې د امام زمان پر جومات ځانمرګی برید وکړ، چې له امله یې نږدې ۳۰ تنه لمونځ‌کوونکي ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

سرچینې زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو د تحقیقاتو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. خو دغه کسان تراوسه رسنیو ته ښودل شوي نه دي.

د افغانستان ملي‌ امنیت او نورې امنیتي‌ ادارې وخت ناوخت د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د غړو د نیولو ادعا کوي او مخکې یې هم کړي‌دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو دغې ډلې له دې وړاندې په کابل ښار کې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی، چې تر ډیره په کې د شعیه مذهبو جوماتونه او غونډې په نښه شوي دي.