فاریاب کې 'دوه ایراني ترهگر' وژل شوي

ارشیف

افغان پوځ وایي په فاریاب ولایت کې یې په عملیاتو کې "دوه ایراني ترهگر او دوه طالب قوماندانان وژلي دي". د چارواکو په وینا پدغه جگړه کې ٢٥ نور طالب جنگیالي هم وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال کې د شاهین ٢٠٩ قول اردو مقامات وایي دغه ترهگر د جوزجان-فاریاب لوې لارې په اوږدو کې په تیرو ٢۴ ساعتونو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي ملا احمد او ملا جند الله دوه ایراني ترهگر د طالبانو له دوو قوماندانانو ملا نصرت او ملا صدي سره یوځای د افغان امنتیي ځواکونو په وړاندې په جگړه کې ووژل شول. ملا صدي په سیمه کې د طالبانو د پوځي کمیسیون د مسؤل مرستیال و.

د ښاغلي رضایي په وینا پدغه جگړه کې ٢٣ طالب جنگیالي ټپیان شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٣١) کله چې د ملي پوځ اکمالاتي کاروان د فریاب-جوزجان د لومړۍ نمبر لوی لارې په اوږدو کې د فاریاب په لور روان و د طالبانو سره په جگړه کې ښکیل شو. دغه نښته شاوخوا دوه ورځې روانه وه.

د اطلاعاتو په بنسټ پدغه نښته کې د ملي پوځ څلور سرتیري ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو ډلې رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي دي چې پدغه نښته کې یې افغان پوځ ته مرگ ژوبله اړولې ده او د هغوی یو شمیر تجهیزات یې له منځه وړي دي.