د آی پي ال د بولۍ لومړۍ ورځ؛ دوه افغان لوبغاړي‌ واخیستل شول، یو وانخیستل شو او ۱۵ پاتې

نور احمد لکڼوال او رحمان الله ګربز د بولۍ په لومړۍ ورځ واخیستل شو

د هند د کرکټ د لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) د لوبغاړو د اخیستلو یا بولۍ لومړۍ ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) پای ته ورسېده.

په اوله ورځ د دوو افغانانوپه ګډون لسګونه هندي او نړیوال لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخیستل شول.

رحمان الله ګربز د افغانستان د کرکټ لومړی لوبغاړی شو چې د آی پي ال د ۲۰۲۴ کال په داوطلبۍ کې واخیستل شو. د کولکتې نایټ رایډرز لوبډلې د دوه کروړه هندي روپیو (۲۳۷زره ډالر) په ارزښت واخیست.

ګربز تېرکال هم په آی پي ال کې همدې لوبډلې ته لوبېدلی و.

بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال و، چې واخیستل شو. د چینای سوپرګنګز لوبډلې د ۱۰ کروړه هندي روپیو (۱.۲ میلیون ډالر) په ارزښت واخیست.

نور احمد لکڼوال د آی پي ال په تېر سیزن کې د ګجرات ټایټنز له لوبډلې سره لوبېدلی و.

په لومړۍ ورځ وقار سلام خېل بل افغان لوبغاړی و چې کومې لوبډلې وانخیست.

ټاکل شوې چې په دویمه ورځ د ۱۵ نورو افغان لوبغاړو نومونه هم دغې بولۍ ته وړاندې شي.

محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، فضل حق فاروقي، نوین الحق مرید، عظمت الله عمرزی، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، الله محمد غضنفر، کریم جنت، قیس احمد، ظاهر خان پکتین، ننګیال خروټی، صدیق اتل او فریدون داودزی دی.

د آی پي ال لیګ سیالۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیل کېږي. بولي د سعودي عربستان د جدي په ښار کې ده.