په ترکیه کې د افغان مهاجرو بیړۍ ډوبه شوه

عکس: ارشیف

د ترکیې په ازمیر ولایت کې د مهاجرو د بیړۍ د ډوبیدو په پیښه کې د یو ماشوم په گډون دوه مهاجر مړه شوي دي.

ترکیې مقاماتو د ژغورل شویو کسانو د څرگندونو په بنسټ ویلي چې پدې بیړۍ کې ١٥ تنه سپاره وو، ١۴ یې افغانان وو او یو یې د عراق اوسیدونکی و.

د فرانسې خبري اژانس د ترکیې د ساحلي ساتونکو په وینا لیکلي چې ددغې ډوبې شوې بیړۍ یو مسافر یې ژغورلی دی او دوه نورو په لامبو ساحل ته ځانونه رسولي دي.

ساحلي ساتونکو په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چې د لسو تنو نورو د موندلو هڅه روانه ده.

داسې ښکاري چې دغې بیړۍ مهاجرین د ترکیې د ازمیر ښار څخه د کوم اروپایي هیواد په لور بیول.

بلخوا د ترکیې د اندولو دولتي اژانس د دوشنبې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي چې ددې هیواد امنیتي قواو د ترکیې په قرقلرایلي ولایت کې ٧٣ غیر قانوني مهاجر ایسار کړي چې په کې عراقیان، ایرانیان، افغانان او پاکستانیان شامل دي.

د ترکیې د قرقلرایلي ولایت د بلغاریا سره سرحد لري او دغو مهاجرو هڅه کوله چې اروپایي هیوادونو ته لاړ شي.

ترکیه د مهاجرو په ځانگړې توگه افغانانو، سوري، ایراني، پاکستاني او عراقي مهاجرو لپاره اروپا ته د تگ عمده لار ده.

اوسمهال په ترکیه کې شاوخوا درې میلیونه سوري او شاوخوا ٣٠٠ زره عراقي مهاجر اوسیږي.

په ٢٠١٥ کې د ترکیې له لارې یونان ته څه دپاسه یو میلیون مهاجر ورسیدل او یو لوي کړکیچ یې رامنځ ته کړ، خو ددې اورپا ته د مهاجرو د تگ شمیر اوس راکم شوی دی.

ترکیې او اروپایي ټولنې په ٢٠١٦ کې یوه هوکړه لاس لیک کړه او انقرې موافقه وکړه هغه مهاجر چې ددې هیواد له لارې یونان ته رسیږي هغوی به بیرته په خپل هیواد کې مني. ترکیې دا کار د مالي مرستو په بدل کې منلی دی.

خو بیا هم اروپا ته د مهاجرو د تگ هڅې ندي دریدلي او کله نا کله مهاجر په کوچنیو بیړیو کې د سختو سمندري لارو هڅه کوي ځانونه اروپا ته ورسوي چې زیات وخت یې بیړۍ ډوبیږي او د مرگ له خطر سره مخامخ کیږي.