د کابل ښار په دشت برچي کې دوو چاودنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۱۹) د کابل ښار په لویدیځ کې په دوو پرله پسې چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د جکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په دشت برچي کې ددغو دوو چاودنو کیدل تائید کړي دي.

ښاغلي خوستي ویلي لومړنۍ چاودنه د جمعې په ورځ د ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې د دشت برچي د مدرسې د بسونو په تم ځای کې په یو تونس ډوله موټر کې شوې چې دوه تنه عام وګړي په کې وژل شوي او درې تنه زخمیان شوي دي.

ښاغلي خوستي همداشان وویل چې د لومړنۍ چاودنې څخه څو شیبې وروسته بله چاودنه د همدې سیمې په پل سرخ ساحه کې شوې چې په کې یوه ميرمن زخمي شوې ده. خو هغه پدې اړه نور جزییات ورنکړل.

د سیمې اوسیدونکو او عیني شاهدانو ویلي چې لومړنۍ چاودنه د مدرسې په ساحه کې د یو مقناطیسي ماین له کبله شوې.

یو محلي خبریال رپوټ ورکړی چې ددې موټر ټول مسافر د چاودنې په نتیجه کې د اور لګیدو له کبله مړه شوي دي.

تر اوسه هیچا د دې چاودنو د کولو ادعا نده کړې خو د داعش – خراسان ډلې پخوا په افغانستان کې د ورته چاودنو د کولو ادعا کړې ده.

د کابل لویدیځ په ځانګړې توګه دشت برچي کې تل د داعش د ډلې داسې بریدونه کړي چې ګڼ شمیر خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

تیره میاشت هم په دشت برچي سیمه کې په ورته چاودنه کې یو تن وژل شوی و او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.

په دشت برچې کې په مخکنیو چاودنو کې په سلګونو ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د روان کال د غوایي میاشتې په ۱۸ د سیدالشهدا په ښوونځي باندې په برید کې ۸۵ ملکیان ووژل شوي او څه دپاسه ۱۵۰ نور ټپیان شول.

تیر کال د موثر په تعلیمي مرکز باندې په برید کې ۱۸ زده کوونکي ووژل شول او ۵۷ تنه نور ټپیان شول.