کابل ښار کې د "داعش" پر درې مرکزونو د ملي امنیت عملیات

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د کابل ښار په اتمې او پنځلسمې ناحیې او بګرامیو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې درې مرکزونه له منځه وړي دي.

ملي امنیت نن چهارشنبه د «زمري پر ۱۶مه» په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د داعش ډلې د ځانمرګو واسکټونو او موټر بم جوړولو پر دغه مرکزونو باندې تېر شپه تر دقیقو معلوماتو وروسته عملیات تر سره کړي چې پرمهال یې د دغه ډلې دوه وسله وال هم وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت په اعلامیه کې ویل شوي:"د دغه عملیاتو پرمهال د داعش دوه ځانمرګي له منځه وړل شوی دي، یوه اندازه درنه وسله، د موټر بم جوړولو وسایل، ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او چسپکي ماینونه نیول شوي دي."

بیان وايي، چې د داعش یاد کسان په کابل ښار کې د بریدونو تر سره کولو په هدف په یادو درې ساحو کې په موټر بم او د ځانمرګو واسکټونو په جوړولو بوخت وه چې له منځه یووړل شول.

ملي امنیت زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال د افغانستان د ملي امنیت او پولیسو قطعې درې ځانګړي سرتېري هم وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روانه اونۍ په کابل ښار کې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدګرو د انتقالونکي د نیول کېدو خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې چاودنې زیاتې شوي چې یوازې په روانه اونۍ کې پرله پسې درې چاودنو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واړول، چې د ځینو مسؤلیت یې داعش او طالبانو په غاړه اخیستی دی.

افغان امنیتي ځواکونه پر داسې مهال په کابل ښار کې د داعش پر مرکزونو عملیات کوي په کابل ښار کې نن چهارشنبه د طالبانو موټر بم چاودنې هم لسګونه تنه ټپیان کړل.