طالبان: بهرني خبریالان د اسنادو تر ارزیابۍ وروسته خوشې شول

بې پولې خبریالانو ویلي چې طالبانو د اګست د میاشتې راهیسې چې واک ته رسیدلي، شاوخوا ۵۰ خبریالان یې نیولي دي.

آن اتباع خارجی که خود را به یک مؤسسه بین المللی منسوب می کردند، بخاطری توقیف شده بودند که شناسنامه ها، جواز نامه ها و اسناد لازم نداشتند.

طالبان وایي هغه بهرني اتباع چې ویل یې په افغانستان کې د نړیوالو مؤسسو سره کار کوي د لازمو اسنادو او پیژند پاڼو نه لرلو په خاطر توقیف شوي و خو وروسته خوشې شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې هکله ویلي، "هغوي په ښه حالت کې و. د خپلو کورنیو سره په اړیکه کې و. وروسته تر هغه چې هویت یې تثبیت او ډاډ تر لاسه شو، خوشې شول".

jتر دې وړاندې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي و چې دوه بهرني خبریالان چې ددې نړیوالې ادارې لپاره یې کار کاوه په کابل کې د څو تنو افغان همکارانو سره نیول شوي و.

UNHCR د موضوع په هکله په ټویټر کې لیکلي چې دا کسان نن جمعه فبروري ۱۱ (سلواغلې ۲۲) نیول شوي.

په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ د نورو سره په همغږۍ د ستونزې د حل لپاره نهایي هڅې کوو". په اعلامیې کې نور جزیات ندي ورکړل شوي چې نیول شوي خبریالان د کوم هیواد اتباع دي او ولې نیول شوي.

په همدې حال کې د طالبانو د ملي امنیت ریاست هم ویلي چې د موضوع په هکله هیڅ معلومات نلري.

د دې ریاست ویاند خلیل همراز ویلي، "د هغوي په هکله هیڅ معلومات نلرو چې چیرته او څه وخت بې درکه شوي. مونږ ته لا هیڅ معلومات ندي راغلي. مونږ د معلوماتو په لټه کې یو".

دغه طالب چارواکي همدرانګه ویلي چې د ملي امنیت ریاست موضوع په هکله د کورنیو چارو د وزارت سره په اړیکه کې دی.

تر اوسه نده معلومه چې دغه کسان د طالبانو کومې ادارې او ولې نیولي دي.

د تیر کال د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د مخالفینو د ځپلو په هکله هم اندیښنې ډیرې شوي. طالبانو څو ځله افغان خبریالان، میرمنې او د بشري حقونو مدافعین ونیول او یو شیمر ښځینه فعالانې لا هم بې درکه دي.

د ملګرو ملتونو دا خبریالان او افغان همکاران یې پداسې حال کې نیول کیږي چې د بې پولې خبریالانو سازمان د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) راپور ورکړی چې د طالبانو استخباراتي او امنیتي مامورینو په افغانستان کې ددې ډلې له واکمن کیدو راهیسې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، خبریالان کله نا کله له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د خبريالانو ګواښل، احضار او "خپلسري" نيول زيات شوي دي.

بې پولې خبريالانو ویلي دي: "د استخباراتو او امر به معروف و نهی عن المنکر وزارت لاسوهنه او ګواښونه د ډله ييزو رسنيو د قانون خلاف دي او موږ يې غندو."