کابل کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او دوه نور ټپیان شوي

امنیتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې ماین چاودنې دوه کسان وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن یکشنبه ډسمبر ۱۳ (لېندۍ ۲۳) ویلي چې د چسپکي ماین دغه چاودنه نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په «هوتل پروان» سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر شوې ده.

ښاغلي فرامرز ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان ملکي وګړي او که امنیتي منسوبین دي.

که څه هم پولیسو د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویل کیږي چې یاده چاودنه د ولسي جرګې د یو غړي پر موټر شوې ده.

په کابل کې د یو څارنوال وژنه

د یو بل خبر له مخې نن سهار د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې یو څارنوال په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې د حبیب الله په نوم څارنوال په کارته نو سیمه کې ترور شوی دی.

تر اوسه د دغه دواړو پېښو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه هم پر کابل ښار لس راکټونه وتوغول شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په پرونیو راکټي بریدونو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د پروینو راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.