شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې د دغه هیواد دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) د فبرورۍ ۲۷ (کب اتمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پاکستاني سرتیري د شمالي وزیرستان په سپینوام ولسوالۍ کې د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ په بیان کې ویل شوي چې په متقابلو ډزو کې دوه وسله وال بریدګر هم وژل شوي او دوه تنه نور له یو شمېر وسلو سره نیول شوي دي.

تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې په غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام تېره ورځ هم په ماین چاودنه او وسله وال برید کې د دغه هیواد لږ تر لږه شپږ پولیس ټپیان شوي و.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې څلور پولیس د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې او دوه نور پولیس په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید کې ټپیان شوي و.

د راپورنو له مخې د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و او د څلورو پولیسو د وژلو ادعا یې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې او جمعې په ورځو په بلوچستان کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي و.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي دغه تازه پېښې پر دا سې مهال رامنځته کیږي چې تیره ډسمبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د اوربند د پای ته رسېدو تر اعلان وروسته په بلوچستان ایالت او نورو سیمو کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.

بلخوا د پاکستان حکومتي خبري ادارې (آی پي پي) تیره اونۍ پخپل راپور کې ویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په تیر دری میاشتو کې په ټول هیواد کې د ترهګرۍ خلاف ۶۹۲۱ نظامي عملیات تر سره کړي چې په وینا یې ۱۴۲ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۷۰۰ تنه نور یې نیولي دي.

د راپور له مخې چې په دغه موده کې ۳۴۱۴ نظامي عملیات یوازې په بلوچستان ایالت کې تر سره شوي چې په خبره یې ۴۰ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۱۲ نور نیول شوي دي.