هلمند کې د پولیسو د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه

عکس (ارشیف) هلمند ولایت

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان وايي، تیره شپه د بست کلا د امنیتي پوستې اته پولیس د نفوذي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

هغه نن یکشنبه جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې ځيني پولیس ټپيان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ د معلوماتو له مخې د شپې ۱۰ بجې شاوخوا دغه حادثه د کلابست په امنیتي مرکز کې رامنځته شوې چي ۸ تنه پوليس وژل شوي او یو شمیر ټپیان هم شته چې تر درملنه لاندي دي، ډير احتمال د دې دی چې دا پېښه به نفوذي برید وي."

خو د هلمند یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په پېښه کې د عبدالخالق په نوم د پوليسو یو منصبدار هم وژل شوی.

سرچینې وويل چې په سیمه کې ټولټال تر ۱۲ زیات پوليس په دنده بوخت وو چې یو نفوذي ملګري يې پرې برید کړی او بریدګر تر پېښې وروسته له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی.

بلخوا د هلمند د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي امر محمد زمان په سیمه کې د جګړې په تائید سره د دوو پولیسو د وژل کېدو پخلی کوي.

نوموړي وويل: "د کلابست سیمه کې جګړه شوې دوه پوليس د جګړې پر مهال وژل شوي."

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.