تدارکاتو کمیسیون د ۱۱۳ ملیونو ډالرو د برېښنا دوه پروژې منظور کړي

د تدارکاتو ملي کمیسیون تېر ماښام د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په شبرغان کې د ګازي برېښنا او په مزار شریف کې د برېښنا د تولید د پانګونې دوه پروژې د ۱۱۳ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت منظور کړي دي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنا د تولید په برخه کې دا لومړی ځل دی چې دومره ستره پانګونه د خصوصي شرکتونو له خوا کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیات پاور شرکت به د ۳۸.۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د شبرغان ګازي برېښنا فعاله کړي او د مزار شریف د برېښنا د تولید د نصب په دستګاه به د غضنفر ګروپ د نړیوال بانک د مالي نړیوال بنسټ په مرسته د ۷۵ ملیونو ډالرو پانګونه وکړي.

د شبرغان ګازي برېښنا د تولید د پروژې لپاره ۵ کاله وړاندوینه شوې او د ۴۰ میګاواټه برېښنا ظرفیت به ولري.

د مزار شریف د برېښنا د نصب دستګاه به ۵۰ میګا واټه په ظرفیت برېښنا تولید کړي او شل کاله ورته په پام کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي" د وارداتي برېښنا قیمت د صعود په حال کې وو، بنا په هیواد کې د انرژۍ داخلي تولید ته پام د ارزښت وړ دی".

دا پانګونې چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې ترسره کیږي، د حکومت له اړخه به پکې د برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه دخیل وي.