د کونړ د والي مرستیال امریکا غږ ته تایید کړه چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واورې پرانګونو یا (Snow leopard) دوه بچي د یوه شپون له خوا نیول شوي دي.
ګل محمد بیدار وویل چې د چاپېریال ساتنې د ادارې غړو په شمول د ولایت مقام له خوا یو پلاوی سیمې ته استول شوی تر څو دغه ژوي د شپون نه تسلیم شي.
هغه وویل کړه: "سیمې کې وسله وال فعال دي موږ د سیمې یو شمېر سپین ږیري هم ورلیږي تر څو دغه ژوي ورنه واخلي."
ښاغلي بیدار د پرانګونو د نیولو په اړه زیاته کړه: "له ځنګلونو نه دوه پرانګونه راکښته شوي و او د یوه شپون د رمې یو شمېر ژوي یې ښکار کړي و. له هغه وروسته د پرانګونو دوه بچي د یوه شپون له خوا نیول شوي."
د کنړ د والي مرستیال دا هم وویل چې د دغو ژوو صحي وضعیت نازک دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ټویټر یو شمېر کاروونکو په دې اړه ځینې عکسونه او ویډو خپره کړې ده خو تر اوسه نده تایید شوې چې دا ویډیو د دغو ژوو ده که نده.
#AFG Tribal elders in KUNAR’s Mano- gai district in Pech river valley tells me, “these baby leopards walked down to a hamlet from forests in KUNAR&are now with a family. The cubs are sick& need attention.Tribal elders R willing 2hand them to the local gov.” @SMaiwandi @andarabi pic.twitter.com/lY2iag4jt3
— BILAL SARWARY (@bsarwary) June 13, 2020
د واورې پړانګونه د نړۍ تر ټولو کمیابه ژوو څخه دی چې نسل یې د ورکېدو په حال کې دی خو دغه ژوي په افغانستان کې لیدل شوي.
د رپوټونو پر بنسټ، له دې مخکې د تېر کال په لیندۍ میاشتې کې بدخشان کې د واورې یو پړانګ وموندل شو خو له دې مخکې چې درملنه یې وشي یا هم کابل ته راولېږدول شي، د ناروغۍ له امله ومړ.