امریکا کې اورلګیدنې؛ دوه اوروژونکي د الوتکې د لویدو په وجه وژل شوي

د هوا د بې حده ګرمیدو له کبله د امریکا په یو شمیر لویدیځو ایالتونو کې اورونه لګیدلي.

د امریکا د ځمکې د تنظیم د چارو اداره وایي دوه اور وژونکي چې د لویدیځ ساحل په ایالتونو کې د بل شویو ځنګلي اورونو په هکله یې معلومات راټولول، د الوتکې د لویدو په پیښه کې وژل شوي دي.

دې ادارې ویلې چې دا اور وژونکي تیره ورځ شنبه جولای ۱۰ (چنګاښ۱۹) د اریزونا په ایالت کې وژل شویدي.

دا اور وژونکي پداسې وخت کې مړه کیږي چې د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې د هوا د بې حده ګرمیدو له وجې شاوخوا ۳۰ میلیون کسانو ته خبرداري ورکړل شویدي او په ګڼ شمیر سیمو کې اورونه بل شوي.

د اوریګن په ایالت کې په ځنګلونو کې اور چې ۱۵۸ کیلو متر مربع سیمه کې بل شوي و د شنبې په ورځ دوه چنده ډیر شو او اوس په ۳۰۸ کیلو متر مربع سیمه کې بل دی.

د اور له کبله د بریښنا مزي پرې شوي او د کالیفورنیا ایالت په ګډون یې د آرام سمندر په شمال لویدیځه غاړه کې په یو شمیر ایالتونو بریښا پرې کړي.

د بریښنا د کمیدو له کبله د کالیفورنیا په ایالت کې چارواکو د خلکو غوښتي چې د ماسپښین د ۴ نه د شپې تر ۹ بجو دې بریښنا نه مصرفوي.

د دې ایالت په شمالي برخو کې دوه ستر اورونه بل شوي او زرګونه هکتاره ځمکه یې سوځولې خو د شنبې په ورځ دا اور څه نا څه کابو شوی.

خو دا چې د هوا د تودوخي درجه د سانتي ګراد په حساب ۳۷ درجې ده د هوا پیژندنې مسؤلینو ویلي چې ښایي د دې ایالت په ځنګلونو کې بل شوي اورونه نور هم ډیر شي.

مسؤلینو د سیمې اوسیدونکو ته د هوا د بې حده ګرمیدو خبرداری ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې د سیمه ایزو ښاروالیو خبرو ته دې غوږ ونیسي او د اړتیا په صورت کې دې خپلې مېنې پریږدي او خوندي سیمو ته دې کډه شي.